په اسلامی ایران کې د قدرت لاره په قوت سره دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122622-په_اسلامی_ایران_کې_د_قدرت_لاره_په_قوت_سره_دوام_لري
د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیرددفاعي صنائعود ادارې دتوغندوي برخې دلیدو په وخت ووئیل ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې دداخلی قدرت لاره او په تیره بیا دتوغندوي ډګر د اقتدار لاره په قوت سره دوام لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2022 12:24 Asia/Kabul
  • په اسلامی ایران کې د قدرت لاره په قوت سره دوام لري

د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیرددفاعي صنائعود ادارې دتوغندوي برخې دلیدو په وخت ووئیل ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې دداخلی قدرت لاره او په تیره بیا دتوغندوي ډګر د اقتدار لاره په قوت سره دوام لري.

د ایران د اسلامی جمهوریت دفاَي نظریه   د ځاي توانمنیو او دخلکو په لوي  او کلک شتون بانډې ولاړه ده  او د مقدسې دفاع  او د اته کلن تپلی جنګ له وخت راهسې ، اسلامی ایران په ځاي ظرفیّتونو اوتوانمنیو باندې  په تکيې سره  خپلې دفاعي اړتیاوې تامین کړي دي.

 په هغو وسلو چې نن سبا  لازیات ورته د ټولو پام اوړیدلی دی، توغندوي وسلې دي ،ځکه  پیاوړی کارندوالی لري  او په دقیق ټارګټ د لیدو لپاره ورځیني استفاده کیدلی شي. همداراز د جنګي الوتکو پشمول دنورو وسلو  په نسبت  ا رزانیدل  ئې هم یو مهم امتیاز دی.

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار محمد رضا آشتیاني په دغو لیدوکاتو کې د ګایئډیډ  مهماتو په څير د رزمي حوزې د ډول ډول محصولاتو په تولید کې ددفاع  صنائعو ادارې  دکارکونکو په وسیله د ترسره شوو هلوځلو په قدرونې سره  ووئیل،د ایران دفاعي پرمختګونه،علمي  پرمختګ،د هیواد  له علمی ملاتړه برخمنیدا، ددفاعي او پوځي صنعت پراختیا  او د نړۍ د ورځې دټيکنالوجیو او پوهو  ترلاسه کول دي.د ایران دفاع وزیر ددې خبرې په کولوسره چې اسلامی ایران په پوځي اودفعي حوزې کې د نړۍ دڅو برلاسه هیوادونو برخه ده ووئيل،د ایران اسلامی جمهوریت اوس دډول ډول ګائيډیډ توغندیو او مهماتو دجوړونکي ټيکنالوجۍ لرونکي یوه هیوادپه توګه ، دنړۍ په سویه یو قدرتمند او مقتدر هیوادحسابیږي.