له صهیونیسټي رژيمه دامریکا او لویدیځ ملاتړدبشري حقوقو دخلاف ورزۍترټولولوي مصداق دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122740-له_صهیونیسټي_رژيمه_دامریکا_او_لویدیځ_ملاتړدبشري_حقوقو_دخلاف_ورزۍترټولولوي_مصداق_دی
په نابلس ښار او د اردن سین په لویدیځي غاړې  کې  په رام ا... دصهیونیسټ رژيم د وحشي پ،ځیانو  دپرون سهار وختي یرغل کې  شپږ فلسطینیان شهیدان او لږترلږه ۲۲نور ټپيان شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2022 01:54 Asia/Kabul
  • له صهیونیسټي رژيمه دامریکا او لویدیځ ملاتړدبشري حقوقو دخلاف ورزۍترټولولوي مصداق دی

په نابلس ښار او د اردن سین په لویدیځي غاړې  کې  په رام ا... دصهیونیسټ رژيم د وحشي پ،ځیانو  دپرون سهار وختي یرغل کې  شپږ فلسطینیان شهیدان او لږترلږه ۲۲نور ټپيان شوي دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني  دفلسطین  په لویدیځي غاړې کې په نابلس ښار باندې د وحشي صهیونیسټي پوځیانو  حملې په محکومولو سره،له غاصب صهیونیسټي رژيمه د امریکا او لویدیځ بې قید وشرطه ملاتړ د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ تر ټولو لوي مصداق وبالۀ.

په نابلس ښار او د اردن سین په لویدیځي غاړې  کې  په رام ا... دصهیونیسټ رژيم د وحشي پ،ځیانو  دپرون سهار وختي یرغل کې  شپږ فلسطینیان شهیدان او لږترلږه ۲۲نور ټپيان شوي دي .

زمونږخبریال راپورراکړ،  دایران دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني  پرون په نابلس  دکلابندۍ اوحملې پشمول په لویدیځي غاړې کې د صهونیسټانو ترهه ګرو  جنایتونو او اقداماتو  دوام ته په اشارې سره ، په فلسطین  کې د صهیونیسټانو د نسل وژنې په دریدا اومحکومیّت کې د نړیوالې  ټولنې د سملاسي اقدام غوښته وکړه . ناصر کنعاني په بیت المقدس ،جنین او نابلس  کې د فلسطینیو  خلکو په تیره بیا دځوانانو میړني مقاومت  څخه دنړۍ دملتونو او حکومتونو پر ملاتړ ټينګار وکړ.

 هغه همداراز د بشری حقوقو دموضوعګانو په وړاندې دامریکا او ځينو لویدیځي هیوادونو په ریاکارو او دوه ګوڼو دریځونو په سختو نیوکو سره  روښانه کړه ،  له غاصب صهیونیسټي رژيم او د فلسطین د مظلو ملت په ضد ددغه وحشي رژیم د هرې ورځې له جنایتونو د دوی بې قید اوشرطه ملاتړ، د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ترټولو لوي مصداق  دی.