له صهیونیسټي رژيمه دامریکا او لویدیځ ملاتړدبشري حقوقو دخلاف ورزۍترټولولوي مصداق دی
په نابلس ښار او د اردن سین په لویدیځي غاړې کې په رام ا... دصهیونیسټ رژيم د وحشي پ،ځیانو دپرون سهار وختي یرغل کې شپږ فلسطینیان شهیدان او لږترلږه ۲۲نور ټپيان شوي دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني دفلسطین په لویدیځي غاړې کې په نابلس ښار باندې د وحشي صهیونیسټي پوځیانو حملې په محکومولو سره،له غاصب صهیونیسټي رژيمه د امریکا او لویدیځ بې قید وشرطه ملاتړ د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ تر ټولو لوي مصداق وبالۀ.
په نابلس ښار او د اردن سین په لویدیځي غاړې کې په رام ا... دصهیونیسټ رژيم د وحشي پ،ځیانو دپرون سهار وختي یرغل کې شپږ فلسطینیان شهیدان او لږترلږه ۲۲نور ټپيان شوي دي .
زمونږخبریال راپورراکړ، دایران دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني پرون په نابلس دکلابندۍ اوحملې پشمول په لویدیځي غاړې کې د صهونیسټانو ترهه ګرو جنایتونو او اقداماتو دوام ته په اشارې سره ، په فلسطین کې د صهیونیسټانو د نسل وژنې په دریدا اومحکومیّت کې د نړیوالې ټولنې د سملاسي اقدام غوښته وکړه . ناصر کنعاني په بیت المقدس ،جنین او نابلس کې د فلسطینیو خلکو په تیره بیا دځوانانو میړني مقاومت څخه دنړۍ دملتونو او حکومتونو پر ملاتړ ټينګار وکړ.
هغه همداراز د بشری حقوقو دموضوعګانو په وړاندې دامریکا او ځينو لویدیځي هیوادونو په ریاکارو او دوه ګوڼو دریځونو په سختو نیوکو سره روښانه کړه ، له غاصب صهیونیسټي رژيم او د فلسطین د مظلو ملت په ضد ددغه وحشي رژیم د هرې ورځې له جنایتونو د دوی بې قید اوشرطه ملاتړ، د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ترټولو لوي مصداق دی.