د ایران خلک د ترهګرو د ملاتړو هیوادونو رول نه هیروي
فارس خبري اژانس وايي په جینیوا کښې د ملګروملتونو په دفتر کښې د ایران دائمي استازي او سفیر علي بحریني وویل: د ایران خلک د هغو هیوادونو چې ترهګرو ته یې پناه، تدارکات او انګیزه ورکړي ده رول او مسئولیت نه هیروي.
هغه په شیراز کښې د شاهچراغ په سپیڅلي حرم کښې ترهګرې حملې ته په اشارې سره وویل د ایران ټول ملت د شیراز د ترهګرې حملې د قربانیانو لپاره ویرجن دی.
بل خبر دا چې د قومونو د دیني او مذهبي اقلیتونو په چارو کښې د ایران د ولسمشر سلاکار ماموستا عبدالسلام کریمي وویل: د شیراز ترهګر جنایت د هغه د اصلي عاملانو د پاتې راتلو نښه ده چې تل یې هڅه کړي ده د ایران د هر مذهب ، دین او قومیت ترمینځ په وحدت برید وکړي او هغوې له یوبل څخه جلا کړي.
هغه ټینګار وکړ په کرایې د اخیستلو شویو ترهګرو په لاس د ایران د یوشمیر ګرانو ښاریزو شهادت یوځل بیا د اسلامي ایران د دوښمانانو کینه او سخت زړه توب ښکاره کړ.
د قومونو د دیني او مذهبي لږکیو په چارو کښې د ایران د ولسمشر سلاکار ماموستا عبدالسلام کریمي زیاته کړه: دغو ترهګرو چې د ایران په بې ګناه ښاریزو ، ښځو او سړیو او ماشومانو باندې ډزې کوي تل د اسلامي ایران په متحدو صفونو کښې د تفرقې او د فتنې د رامینځته کولو هڅه کړي ده او په حقیقت کښې کوشش کوي خلک له یوبل سره وجنګوي دوې نن سبا د هغو منافقو او دروغجنو مدعیانو خبرې واورې چې د بشري حقوقو د ملاتړي په ادعا کولو سره په سلګونو رسنیو کښې د ایران د ملت پرضد له دروغو څخه د ډکۍ ازادۍ خبره کوي خو په عمل کښې د ایران بې ګناه خلک وژني.