کی یف د اروپا د ځینو اورپکوسیاستوالانو تراغیز لاندې ورنشی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122854-کی_یف_د_اروپا_د_ځینو_اورپکوسیاستوالانو_تراغیز_لاندې_ورنشی
امریکا په داسې حال کی چی د یوکرین جنګ له پیلیدا راهیسې یې تراوسه یوکرین ته د کابو اتلس میلیارډ ډالرو پوځی تجهیزات ورلیږلي دي ، مودې کیږی چی ایران د یوکرین په جنګ کې روسیې ته د ډرون الوتکو په ورلیږلو تورنوی چی د ایران چارواکو دا موضوع په کلکه رد کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2022 03:46 Asia/Kabul
  • کی یف د اروپا د ځینو اورپکوسیاستوالانو تراغیز لاندې ورنشی

امریکا په داسې حال کی چی د یوکرین جنګ له پیلیدا راهیسې یې تراوسه یوکرین ته د کابو اتلس میلیارډ ډالرو پوځی تجهیزات ورلیږلي دي ، مودې کیږی چی ایران د یوکرین په جنګ کې روسیې ته د ډرون الوتکو په ورلیږلو تورنوی چی د ایران چارواکو دا موضوع په کلکه رد کړی ده .

 

د اسلامي ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان له خپل اوکراینی همڅنګ دیمیتری کولبا سره په ټیلی فونی تماس کې په یوکرین کې د ایراني ډرون الوتکو د استفادې په اړه د مطرح شویو ادعاګانو د ردولو په ترڅ کې دغه هیواد ته سپارښتنه وکړه د اروپا د ځینو اورپکو سیاستوالانو تر اغیز لاندې ورنشی .

امریکا په داسې حال کی چی د یوکرین جنګ له پیلیدا راهیسې یې تراوسه یوکرین ته د کابو اتلس میلیارډ ډالرو پوځی تجهیزات ورلیږلي دي ، مودې کیږی چی ایران د یوکرین په جنګ کې روسیې ته د ډرون الوتکو په ورلیږلو تورنوی چی د ایران چارواکو دا موضوع په  کلکه رد کړی ده .

امیر عبداللهیان هم د دغې ادعا په کلکه ردولو په ترڅ کې ټینګار وکړ اسلامي ایران د اته کلن تپلی جنګ تجروبه درلودلی ده او له دې امله په یوکرین ، یمن او داسې نورو ځایونو کې د جنګ مخالف دې .

ده جوته کړه مونږه له روسیې سره ۍې اړیکي لرو او له تیر وخت راهیسې مو وروسره دفاعي ملګرتیا درلودلی ده خو د یوکرین د جنګ په وړاندې زمونږ سیاست د هیوادونو مځکنی بشپړتیا ته درناوې ، ښکیلو لورو ته د وسلو نه ورلیږل ، د جنګ بندیدا او دخلکو د کډوالۍ ختمول دی .

دیمیتری کولبا هم په دغو ټیلی فونی خبرو کې د یوکرین پرضد په جنګ کې د کارولو لپاره د وسلو په نه استولوپه ټینګار د اسلامی ایران د دریځونو د ستاینې په ترڅ کې د دواړو هیوادونو د پوځی تخنیکی پلاویو خبرې اترې مهمې وبللې .