ایران د امریکا لویو پلانونو ته ماتي ورکړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122914-ایران_د_امریکا_لویو_پلانونو_ته_ماتي_ورکړي_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په بریالیتوب سره په سیمه کښې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو سترو پلانونو ته ماتي ورکړي ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 30, 2022 12:05 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا لویو پلانونو ته ماتي ورکړي ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په بریالیتوب سره په سیمه کښې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو سترو پلانونو ته ماتي ورکړي ده.

هغه د شیراز په شاهچراغ  سپیڅلي حرم باندې ترهګره حمله د امریکا سټراټيژیکه غلطۍ وبلله او ویې ویل : امریکا د ایران د  ملت د ملي اتحاد د له مینځه وړلو هڅه کوي.

جلال زاده وویل د نړیوالو اړیکو په ډګر کښې په اصلي لوبغاړي بدلیدل ساده کار نه دی امریکا د ایران اغیزشیندنه لیدلي ده.

هغه د شیراز د پیښې په هکله د ایران ټول ملت د اسلامي انقلاب ستر لارښود او د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه.