تکفیري بهیر د امنیت پرضد جدي ګواښ دی
ایرنا خبري اژانس راپور وايي د ترهګرۍ د قربانیانو د دفاع ټولنې په یوې بیانیې کښې په شاهچراغ سپیڅلي حرم باندې د ترهګرې حملې په غندلو سره وویل:
تکفیریان او له دین سره مقابله کونکي کسان د نړیوالې سولې او د امنیت او په تیره بیا د لویدیځې اسیا سیمې د امنیت پرضد جدي ګواښ ګڼل کیږي چې په نړیواله سویه یې د چارې د لټولو ضرورت شته.
دغه ټولنې په یوې بیانیې کښې وویل ترهګرۍ یوځل بیا په بوږنونکي جنایت سره په لسګونو بې ګناه ښځې، سړي او ماشومان چې د شیراز په شاهچراغ سپيڅلي زیارت کښې د عبادت په حال کښې وو په وینو کښې لیت پیت کړل او په سلګونو نورې کورنۍ یې غمجنې کړې.
د ترهګرۍ د قربانیانو د دفاع د ټولنې په بیانیې کښې ویل شوي دي د عبادت په حال کښې په بې دفاع انسانانو حمله واقعا کوم پوځي او سټراټيژیک ارزښت لرلی شي او هغه د ترهګرو د پستوالي او د زبونوالي ښودنه کوي کوم چې د خپل شرمونکي ژوند د دوام لپاره دا ډول ویرونکي غمیزې ترسره کوي

.