ایران له روسیې دفاعي همکاري کوي خو بې پیلوټه الوتکه نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123024-ایران_له_روسیې_دفاعي_همکاري_کوي_خو_بې_پیلوټه_الوتکه_نه_ورکوي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د تهران او مسکو تر مینځ دفاعي همکاریو ته په اشارې سره، وویل: ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې نه ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2022 12:05 Asia/Kabul
  • ایران له روسیې دفاعي همکاري کوي خو بې پیلوټه الوتکه نه ورکوي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د تهران او مسکو تر مینځ دفاعي همکاریو ته په اشارې سره، وویل: ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې نه ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی د اکرواشیا له ورځپاڼې «وچرنی لیست» سره په مرکه کې، روسیې ته د بې پیلوټو الوتکو د ورکړې د ادعا په هکله وویل: د اکراین ځمکنۍ بشپړتیا درناوی، ښکېلو لورو ته د وسلې نه ورکړه او د جنګ او جګړو ختمېدا د اکراین د مسالې په وړاندې د ایران دریځ او سیاست دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه: اکرایني چارواکو ته مو ویلي چي که په روسیې باندې د ایران له لوري د وسلو د پلور په هکله کوم سند او ثبوت لري، هغه دې وړاندي کړي، البته ایران کلونه کیږي چي روسیې سره دفاعي همکاري کوي، لیکن روسیې ته د بې پیلوټو الوتکو د ورکړې تورونه بې بنیاده دي.

هغه همدارنګه په هیواد کې وروستیو پېښو په هکله وویل: د خلګو غوښتنې مونږ ته مهمې دي لیکن اجازه نه ورکوو چي بهرني رسندویې پروپاګن او تبلیغات د ایران امنیت ته ګواښ رامینځ ته کړي.