ولس، دښمن په رښتیا ناکامه کړ
معظم رهبر: د تیرو څو اونیو په ترکیبي جنګ کښې امریکې، صهیونیسټي رژیم او ځینو موذي اروپايي قدرتونو او یوشمیر ډلګیو د ایران ولس ته د زیان رسولو لپاره خپل ټول امکانات او وسائل میدان ته راوباسل خو ولس د بدغواړو خوله ووهله او هغوي ته یې ماتې ورکړه
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سلګونو زده کونکو په زوږناکه کتنه کښې ټینګار وکړ چې د تیرو څو اونیو په ترکیبي جنګ کښې امریکې، صهیونیسټي رژیم او ځینو موذي اروپايي قدرتونو او یوشمیر ډلګیو د ایران ولس ته د زیان رسولو لپاره خپل ټول امکانات او وسائل میدان ته راوباسل خو ولس د بدغواړو خوله ووهله او هغوي ته یې ماتې ورکړه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې یعنې د لړم د دیارلسمې نیټې په درشل کښې دغه نیټه د امریکې د شرارتونو او د هغې د کمزورۍ او د مغلوب والي د امکان تجسم وباله او ویې ویل: امریکایان او امریکايي ګروهنه له دې مهمې ورځې او د هغې له وحدت بخښونکو او د یوزړه توب له تجمعاتو په قهر کیږي ځکه چې دا وځ هم د امریکې د شرارتونو تجسم دی او هم یې کمزوري او د مغلوب کیدو امکان ثابتوي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د ایران له ولسه د ملاتړ په هکله د امریکايي سیاستوالانو د نن سبا څرګندونې د بې شرمۍ او ریاکارۍ اوج وباله او ویې ویل: د ایټمي پوهانو له قاتلانو یعنې صهیونیسټانو مو ملاتړ اعلان کړ او په امریکې او نورو هیوادونو کښې د ایران د ولس د میلیارډونو ډالرو په نیولو سره مو د ایران ولس د ستونزو د کمولو لپاره له خپلو شتمنیو له استفادې بې برخې کړ.
دوي زیاته کړه: په ډیرو ایراني ضده پيښو کښې هم ستاسو د پښې پل څرګند دی خو تاسو په پوره سپین سترګیتوب سره تش دروغ وايئ او ادعا کوئ چې د ایران د ولس زړه سواندي یئ البته د ایران ولس ستاسو دغه ډول ډیرو دښمنیو ته ماتې ورکړې ده.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي یوځل بیا د پرونۍ امریکې او نننۍ امریکې ترمینځ یو فرق، د دغه هیواد د مخ په زوال بهیر په هکله د دنیا د ډیرو سیاسي شناندو د نظر یووالی وباله او زیاته یې کړه: د دغه څرګنده زوال نښې له اقتصادي، اجتماعي او اخلاقي برخو واخلې د امریکې دننه تر خونړیو اختلافاتو پورې زمینو کښې لیدل کیدې شي.
دوي ټینګار وکړ: د دغو محاسباتي تیروتنو یوه نمونه د طالبانو د مونډ ایستلو لپاهر په افغانستان باندې شل کاله مخکښې د امریکې حمله ده چې له ډیرو جنایتونو او وژلو سره مل وه خو پس له شلو کلونو په مسائلو باندې په صحې نه پوهیدو په وجه له افغانستانه وتلو ته مجبوره شوه او دغه هیواد یې طالبانو ته وسپاره.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په عراق باندې د امریکې حمله او د خپلې خوښې اهدافو ته په رسیدو کښې یې ناکامي د امریکایانو د محاسباتي غلطۍ یوه بله بیلګه وبلله.
معظم رهبر په ایران کښې د وروستیو څو اونیو په بلواؤ کښې د امریکې ښکاره رول ته په اشارې سره زیاته کړه: د غلبلیو په هکله د هیواد د اطلاعاتو د وزارات او د سپاه د اطلاعاتو د ادارې ګډې خبرپاڼې داسې معلومات او کشفیات درلودل چې ښودنه کوي دښمن د تهران او د ایران د نورو سترو او وړو ښارونو لپاره پلاننګ او طراحي درلودله.
دوي د شاهچراغ پیښه او هلته د خلکو او ماشومانو وژله یو ستر جنایت وباله او ویې فرمایل: د دغو جنایتونو عاملان باید معلوم شي او په دې جنایتونو کښې چې د هر کس ملګرتیا او لاس لرل ثابت شي هغه ته به خامخا سزا ورکړې شي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د دغو جنایتونو په وړاندې د بشري حقوقو د مدعیانو چپتیا ته په اشارې سره څرګنده کړه: دغو مدعیانو ولې د شیراز پيښه ونه غندله او ولې یوه دروغ پیښه په زرګونو ځله په انټرنیټ کښې تکراروي؟