Nov 05, 2022 05:06 Asia/Kabul
  • ایران ته د ګوزار د ورکولو لپاره د دوښمانانو روده بدله شوي ده

مهر خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر شهرام ایراني وویل: وحدت د ټولنې د ننیو مشکلاتو په حل کیدا کښې مهم رول لري.

هغه پرون په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي انقلاب او نظام ته د ګوزار د ورکولو لپاره د دوښمانانو  رودې بدلې شوي دي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت سپیڅلي نظام ته د ګوزار د ورکولو لپاره د دوښمن چلونونه له تیرو کلونو راهسې نه دي بدل شوي او یوازې رودې یې بدلې شوي دي.

د ایران د سمندري ځواک قومندان شهرام ایراني د اینټرنیټ د فضا ستونزو او د ځوانونو په هدف ګرځولو کښې له اینټرنیټ څخه د دوښمن استفادې ته په اشارې سره وویل له پوځي جنګ څخه ناهیلي شویو دوښمانانو خپل یرغلونه د اسلامي ایران د کلتور د تباه کولو او د ځوانانو د اعتقاداتو او د ایډیالونو د پیکه کولو لپاره کارولي دي او په دروغو ویلو او د احساساتو په داغي کولو سره یې دایران د ټولنې په ایمان برید کړی دی.

 

ټیګونه