باور۳۸۳ توغندي له بلاسټیک توغندیو سره مقابله کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123198-باور۳۸۳_توغندي_له_بلاسټیک_توغندیو_سره_مقابله_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر امیر سرتیپ محمد رضا اشتیاني ټینګار وکړ د باور درې سوه درې اویا توغندوي له بلاسټیک توغندیو سره د مقابلې وړتیا لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2022 08:48 Asia/Kabul
  •  باور۳۸۳ توغندي له بلاسټیک توغندیو سره مقابله کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر امیر سرتیپ محمد رضا اشتیاني ټینګار وکړ د باور درې سوه درې اویا توغندوي له بلاسټیک توغندیو سره د مقابلې وړتیا لري.

هغه د باور درې سوه درې اویا لرواټنه توغندیو د مخ کتنې او د صیاد څلور بي(4-b) د توغندیو د جوړولو د کارخانې د پرانیستلو په مراسمو کښې وویل د باور درې سوه درې اویا توغندوي سیسټم له بم غورځونکو جنګي الوتکو ، ډول ډول جنګي الوتکو ، بلاسټیک توغندیو او له لیرې هوايي هدفونو سره د مقابلې په لړ کښې بریالی شو چې په درې سوه پینځه کلومیټرۍ کښې په نظر وړ هدف باندې په سم ډول ولګیږي.

د ایران دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني زیاته کړه دفاع وزارت له ګواښونو سره په مقابلې کولو او د سرحدونو په تیره بیا د هوايي سرحدونو په دفاع کولو کښې د وسله والو ځواکونو د تجهیزاتو او د وسله والو ضرورتونو د پوره کولو ماموریت پرغاړه لري.

هغه د باور درې سوه درې اویا توغندوي سیسټم نورو وړتیاو ته په اشارې سره وویل نوموړی توغندوي سیسټم دغه وړتیا لري چې له شپږو نورو هدفونو سره جنګ وکړي او هغه له مینځه یوسي.

په نړۍ کښې د ټیکنالوژۍ ډیر لرونکي هیوادونه د دا ډول توغندوي سیسټم د  لرلو ارزو کوي.