له بلواګرو څخه په ملاتړ باندې د امریکې بیاځلې ټینګار
د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ند پرایس په ایران کې د ناامنیو څخه د ملاتړ په دوام کې په ایران کې په بلواو او ناامنیو کې د واشنګټن د ښکېلتیا نه انکار وکړ.
پرایس د امریکې د ولسمشر جوبایډن د ادعاګانو او د ایران په کورنیو چارو کې د ښکاره لاسوهنو په برابر د سپینې ماڼۍ له انکاره وروسته، ادعا وکړه چي بایډن په خپلو ویناو کې یوازې هغه احساس ته اشاره کړې وه کوم چي د احتجاجونو له پیله مونږ څرګنده کړې وه، یعني د بایډن مقصد له احتجاج کوونکو سره احساسي پیوستون و.
د امریکې د خارجه وزارت ویاندپه دې باندې په اعتراف سره، چي مونږ له همهغه لومړیو ورځو څخه له بلواو څخه د ملاتړ اعلان کړی و په ایران کې په ناامنیو کې د امریکې د رول لوبونې انکار کوي او ادعا کوي چي د امریکا رول یوازې دا دی چي ځپونکي عوامل او هغه چي په تاوتریجنه توګه له خلګو سره سلوک کوي او انټرنیټ پرې بندوي، ځواب ویلو ته مجبوره کړي.
دغه امریکایي چارواکی د خپلو ادعاګانو په دوام کې وویل: ایران هڅه کوي څو دغه ناامنۍ له امریکې سره وتړي او له دې لارې امریکا ملامته کړي.
د امریکې د خارجه وزارت دا ادعاوې په داسي حال کې مطرحوي چي په ایران کې په وروستیو ناامنیو کې د امریکې رول نه پټېدونکی دی.
د امریکې د مخکنې دولت یعني د ټرامپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټون چي د ایران ضد جنګ غواړي او غلیمانه دریځونو کې مشهوره دی، په ایران کې د نظام بدلون ته د هیلې د څرګندولو په ترڅ کې ویلي چي د ایران اپوزیشن په وسلو باندې د سمبالېدلو په حال کې دی.
د کارپوهانو په وېنا، په ایران کې د بلواو او ناامنیو څخه ملاتړ د واشنګټن د لاسوهونکي سیاست په چوکاټ کې تر سره کیږي کوم چي د امریکې د بهرني سیاست له ځانګړنو څخه دی.
په ایران کې د مهسا امینې د مړینې په پلمې سره، وروستي بلواوې سبب شوی څو واشنګټن له دغه مسالې څخه د ایران په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د لا زیاتو بلواو په موخه د لمسون لپاره کار واخلي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن هم واک ته له رسېدو وروسته، د خپلو مخکنیو شعارونو په اپوټه، په ایران د فشار کمپین ته دوام ورکړی او له هرې مودې وروسته یې په مختلفو پلمو سره، د ایران ضد نوي بندیزونه اعلان کړي دي. امریکا اوس په ایران کې د بلواو په پلمې سره، د ویانا له ایټمي جامعې مذاکراتو څخه رسما شاته شوې او له بلواګرو سره په ملګرتیا تاکید کوي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د بایډن د خبرو په ځواب کې په خپل ټوییټر کې د امریکې ولسمشر ته په خطاب کې ولیکل:
ښاغلی بایډنه! له ریا ډک چلند او له داعش څخه د ملاتړ بهیر ودروئ، سپینه ماڼۍ چي په زیاته اندازه د ایران په وروستیو بلواو کې، د ټرور او تاوتریخوالو خپروونکې لامل ګرځېدلې ده، په هممهاله توګه د ایټمې هوکړې لپاره هڅه کوي.
بایډن د امریکې د کنګرس د مینځ پړاوه ټاکنو په سیالیو کې د ایران په کورنیو چارو کې په ښکاره لاسوهنې سره، په داسي حال کې چي امریکایي رسنیو د هغه د ناسمو دماغي حالاتو په هکله راپورونه خپروي، د ایران د ازادولو په وعدې سره، ادعا وکړه چي بلواګر او مخالفان به ډېر ژر د ځانونو په ازادولو بریالي شي.
واشنګټن په ایران کې د وروستیو بلواو له پیله، نه یوازې د ایران ضد لاسوهونکي ادعاوې په پرلپسې توګه مطرحوي، بلکې د ایران د یو شمېر شخصیتونو او ارګانونو ضد بندیزونه یې هم اعلان کړي دي،
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له امریکایي چارواکو څخه د دې پوښتنې په مطرحولو سره، چي څو څو ځلې غواړئ ایران او ایرانیان وازمویئ، او ولي له خپلو مخکنیو ماته خوړلیو تجروبو نه مو درس نه دی اخیستی، وویل: امریکایانو فکر کاوه چي د سوریې، لیبیا او نورو سیمو کې د تر سره شویو دسیسو په شان په ایران کې هم کولایشي ورته دسیسه عملي کړي، دا یوه بې ځایه خوب او خیال دی.
امریکا د لوېدیځوالو د مشر په توګه نه یوازې د ټرامپ د پړاو د زیات فشار کمپین په چوکاټ کې په ایران باندې د مختلفو بندیزونو په لګولو سره د بې وزلی او اقتصادي فشارونو له لارې په ایران کې د بلواو د رامینځ ته کولو سیاست تعقیب کړی، بلکې له هر یو فرصت څخه کار اخیستی چي د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنو ته دوام ورکړي، د تېلو د ګرانېدو په پلمې سره د ۱۳۹۸ لمریز کال بلواوې، د ټاکنیزو پایلو په پلمې سره د ۱۳۸۸ لمریز کال احتجاج او ناامنۍ، د یادو لاسوهنو ځینې مثالونه دي، چي امریکا په یادو پېښو کې تل د رسنیو او لاسوهنکو ویناو له لارې، تاوتریخوالو ته د لمن وهلو او د ایران د عامه تاسیساتو د تخریبولو هڅه کړې ده.
د حیرانتیا خبره دا ده چي له څلویښت کلونو زیاته موده وشوه چي امریکا په ایران باندې سخت بندیزونه لګولي او د ایران په ولس یې ظالمانه اقتصادي فشارونه راوستي دي خو دې ټولو سره سره، بیا هم د ایرانیانو لپاره د زړه سواندی ادعا کوي.