اسلامي ایران د ترکیې ترهګره بم چاودنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123530-اسلامي_ایران_د_ترکیې_ترهګره_بم_چاودنه_وغندله
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني نن سهار وختي د ترکیې په استانبول ښار کښې ترهګرې بم چاودنې ته په غبرګون کښې دغه چاودنه په کلکه وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2022 00:23 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د ترکیې ترهګره بم چاودنه وغندله

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني نن سهار وختي د ترکیې په استانبول ښار کښې ترهګرې بم چاودنې ته په غبرګون کښې دغه چاودنه په کلکه وغندله.

هغه وویل ایران هر ډول ترهګر اقدام چې د ترکیې په امنیت او ملت باندې ګوزار وکړي غندي.

ناصر کنعاني د بم چاودنې د وژل شویو کسانو لپاره د الهي رحمت او د مغفرت او د ژوبلو کسانو د زر شفا موندلو د دعا په ترڅ کښې د ترکیې له حکومت او ملت او په تیره بیا د دغه پیښې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي اعلان کړه.

پرون مازیګر د ترکیې په استانبول ښار کښې تقسیم میدان ته نږدې په استقلال واټ کښې په ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه شپږ کسان وژل شوي او یو اتیا نور ژوبل شوي.

د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای پرون وویل چې د استانبول بم چاودنه یوې ځان وژونکي ښځې کړي ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم دغه پیښې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې ترهګرو ته نه تسلیمیږي.

Image Caption