د ایران د امنیت د مدافعانو کورنیو له اکبري سره کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123532-د_ایران_د_امنیت_د_مدافعانو_کورنیو_له_اکبري_سره_کتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران په زاهدان کښې د امنیت د مدافعانو د شهیدانو او د ژوبلو کسانو کورنیو د اسلامي انقلاب د ستر لارښود له استازي سره کتنه او خبرې وکړې.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 14, 2022 00:33 Asia/Kabul
  • د ایران د امنیت د مدافعانو کورنیو له  اکبري سره کتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران په زاهدان کښې د امنیت د مدافعانو د شهیدانو او د ژوبلو کسانو کورنیو د اسلامي انقلاب د ستر لارښود له استازي سره کتنه او خبرې وکړې.

د یوې جینۍ مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران د زاهدان ځینې ښارونه د ایران د اسلامي جمهوریت د دوښمانانو او د اسلامي انقلاب ضد او د دوښمنو رسنیو په لمسون سره له بلواو سره مخامخ شوي وو.

په زاهدان کښې بلواګرو عمومي ځایونو او مالونو ته تاوانونه ورسول او ترهګرو په ځینو ښارونو کښې په پولیسو او امنیتي ځواکونو باندې ډزې وکړې او یوشمیر کسان یې شهیدان کړل.

د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود استازي حجت الاسلام محمد جواد حاج علي اکبري پرون په دغه کتنې کښې وویل د هیواد د امنیت دفاع کونکي شهیدان د اسلامي  ایران د ساتلو لپاره له خپل ځان څخه تیر شول چې مونږ په امنیت کښې ووسو.

هغه زیاته کړه چې د شهید او د شهادت بهیر د ایران د ټولنې د کلتور په یوې برخې بدل شوی دی.

له دغه کتنې مخکې د ایران د زاهدان د مکي جومات امام عبدالحمید زهي د اسلامي انقلاب د ستر لارښود له استازي علي اکبري سره کتنه او خبرې وکړې.