ډول ډول ظرفیّتونو د ملتونولپاره له ایران سره ملګرتیاګټه وره کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123628-ډول_ډول_ظرفیّتونو_د_ملتونولپاره_له_ایران_سره_ملګرتیاګټه_وره_کړې_ده
د ایران و ونزویلا  اړیکې څه دپاسه سل کلنه تاریخي مخینه لري،خو په ۱۹۶۰لسیزې کې دتیلو په زمینې کې پراخې شوې آو په ۱۹۷۹کال کې د ایران د اسلامی  انقلاب په بریالیتوب پسې  ونزویلا لومړنی  هیواد ؤ چې د ایران نوی حکومت ئې په رسمیّت وپيژند، او د دواړو هیوادونو اړیکې نوره هم پراخې او په زړه پورې شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2022 03:44 Asia/Kabul
  • ډول ډول ظرفیّتونو د ملتونولپاره له ایران سره ملګرتیاګټه وره کړې ده

د ایران و ونزویلا  اړیکې څه دپاسه سل کلنه تاریخي مخینه لري،خو په ۱۹۶۰لسیزې کې دتیلو په زمینې کې پراخې شوې آو په ۱۹۷۹کال کې د ایران د اسلامی  انقلاب په بریالیتوب پسې  ونزویلا لومړنی  هیواد ؤ چې د ایران نوی حکومت ئې په رسمیّت وپيژند، او د دواړو هیوادونو اړیکې نوره هم پراخې او په زړه پورې شوې.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ونزویلا له لوړروتبه پلاوي سره په کتنې کې ووئیل،د انرژۍ ،علمي  او اقتصادي پراخ اوډول ډول ظرفیّتونه، د ملتونو لپاره له ایران سره  دوه اوڅو اړخیزې ملګرتیاوې ګټه ورې کوي.

د ایران و ونزویلا  اړیکې څه دپاسه سل کلنه تاریخي مخینه لري،خو په ۱۹۶۰لسیزې کې دتیلو په زمینې کې پراخې شوې آو په ۱۹۷۹کال کې د ایران د اسلامی  انقلاب په بریالیتوب پسې  ونزویلا لومړنی  هیواد ؤ چې د ایران نوی حکومت ئې په رسمیّت وپيژند، او د دواړو هیوادونو اړیکې نوره هم پراخې او په زړه پورې شوې.

دواړه هیوادونه د امریکا له یو اړخیزو بندیزونو سره مخ دي او له څو اړخیز پالنې څخه ددفاع ،د امریکا له یو اړخیزو او غیر قانوني اقداماتو سره دمقابلې ضرورت، دسوله ایزو  مصرفونو لپاره له ایټمي  انرژۍ څخه په استفادې کې د ایران د مسلم حق او د فلسطین دملت دحقوقو د په رسمیّت پيژندنې په څير  په مسلو کې  سره ګډې لیدتوګې لري.

زمونږخبریال راپور راکړ، د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي د ونزویلا دولمسشر له مرستیال  او دعلومو وزیر  او ورسره پلاوي سره په تهران کې په کتنې  کې  په ټولو حوزو کې د تهران  او کاراکاس داړیو  مخ په وده بهیر،په تیره بیا د دواړو هیوادونو دګډ اقتصادي کمیشن په بریالیتوب سره په ترسره کیدا خوښي وښودله.

ابراهیم ریئسي د سلطې دنظام د زیات غوښتې په وړانډې د ونزویلا د م لت دمقاومت په قدرونې سره  ووئیل، امریکایانو دا خیال کوۀ په ګواښ اوبندیز سره  ملتونونه  تسلیمولی شي، خو د خپلواکه ملتونو کلک مقاومت  دوي شاتګ ته اړباسل  او یو ځل بیا ئې ثابته کړه چې  مقاومت اوملګرتیا د لویدیځ له زیات غوښتنو سره دمقابلې یوازینۍ لاره ده .

دونزویلا دپلاوی مشر رامون بلاسکز هم په دغې کتنې کې له اته کلنې وقفې وروسته  د ایران او ونزویلا دګډ اقتصادي کمیشن دترسره کیدا په بای دیوه راپور په وړاندې کولو سره ووئیل، په ترسره شوو خبرواترو کې د ټرانسپورټ ،کرهڼې، انرژۍ اوټيکنالوجۍ په زمینو کې  دملګرتیاؤ دپراختیا لپاره ښې موافقې ترلاسه شوي دي. هغه همداراز د دواړو هیوادونود  اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د ونزویلا د حکومت بشپړ چمتووالی  اعلان کړ.