اسلامي ایران د امریکا ناسمه ادعا په کلکه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123684-اسلامي_ایران_د_امریکا_ناسمه_ادعا_په_کلکه_رد_کړه
فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ له ایران څخه یمن ته د توغندیو د استول کیدا په هکله په سیمه کښې د امریکا د پینځمې جنګي بیړۍ د ویاند ادعا دروغ وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2022 00:26 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د امریکا ناسمه ادعا په کلکه رد کړه

فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ له ایران څخه یمن ته د توغندیو د استول کیدا په هکله په سیمه کښې د امریکا د پینځمې جنګي بیړۍ د ویاند ادعا دروغ وبلله.

د ایران نمایندګۍ پرون ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس ته د یوه لیک په استولو سره یمن ته د ایران لخوا د توغندیو د اویا (۷۰)ټنو سونګو د استولو په اړه په سیمه کښې د امریکا د پینځمې جنګي بیړۍ د ویاند ادعا دروغ وبلله.

دغه ادعا په تیرې سه شنبې ورځ د امریکا د پینځمې جنګي بیړۍ د ویاند لخوا شوي وه.

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ په دغه لیک کښې ټینګار وکړ ایران ځان یمن ته د وسلو د استولو د بندیز په موضوع کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه شپاړسم پریکړه لیک رعایتولو ته پاې بند ګڼي.

د ایران نمایندګۍ زیاته کړه تهران د دغه پریکړه لیک پرضد هیڅ اقدام نه دی کړی او نه یې کوي او د بایکاټ له کومیټۍ سره چې د دغه پریکړه لیک پراساس جوړه شوي ده فعاله ملګرتیا لري او تراوسه هیڅ داسې ادعا چې په دغو کلونو کښې د ایران پرضد د دغه پریکړه لیک د خلاف ورزۍ په اړه مطرح شوي دي نه ده ثابته شوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ وویل ایران خپله ټوله هڅه کوي چې د اووربند د موافقې د احیا په څنګ کښې په یمن کښې د سولې او د ثبات د رامینځته کیدا لپاره د یمن د سیاسي ډلو خبرې په چټک ډول ترسره شي.