په مشهد کې د بلواګرو په ضد پراخې مظاهرې وشوې
Nov 19, 2022 04:06 Asia/Kabul
تېره ورځ د جمعې له لمانځه وروسته په خراسان رضوي کې د امنیت د ساتونکو له سرشیندنې څخه په قدرونه او د بلواګرو سره په مخالفت کې پراخې ولسې مظاهرې وشوې.
د پنج شنبې په ورځ د امنیت په ساتونکو باندې د بلواګرو په برید کې دوه تنه شهیدان او ۳ تنه ټپیان شول.
د تسنیم له راپور سره سم، د هغو شهیدانو د سرشیندنې په درنښت کې چي خپل ځانونه د بازار د امنیت د ساتلو په لاره کې قربان کړ، دوکانداران او نورو عامو خلګو د جمعې له لمانځه وروسته مظاهرې وکړې.
هغوی له اسلامي ایران او همدارنګه د شهیدانو سره د بیعت د اعلانولو تر څنګ بلواګرو سره په مقابلې تاکید وکړل.
ټیګونه