Nov 20, 2022 12:58 Asia/Kabul
  • د ایران په وس او پرمختګ باندې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ټینګار او د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار دښمنۍ:-

د ایران د اصفهان د خلکو د حماسې او د سرشیندنې د کلیزې او په اصفهان ښار کښې د محرم د عملیاتو د درې سوه شهیدانو د جنازې د مراسمو په ورځو کښې

د دغه ولایت یوشمیر چارواکو په تیرې شنبې ورځ په تهران کښې د امام خمیني رحمت الله علیه په حسینیې کښې په شتون سره د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره کتنه وکړه.

هغه حضرت په دغه کتنه کښې د بیلابیلو مسائیلو په هکله خبرې وکړې.

یوه موضوع چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي یې په هکله خبرې وکړې د اسلامي ایران د وسونو او د پرمختګونو موضوع او په دغه چارې باندې د امریکا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو غصه کیدل دي.

د ایران اسلامي جمهوریت توانیدلی دی چې په تیرو څلویښتو  کلونو کښې په بیلابیلو اقتصادي ، ټولنیزو ، پوځي ، صنعتي ، کرهڼیزو او  ټیکنالوژیو کښې حیرانونکي پرمختګونه وکړي چې حتی د اسلامي ایران دښمانان هم په  دغو پرمختګونو اعتراف ته مجبوره شوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ځینې بریاوې چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي  ورته هم اشاره کړي ده د وینې د سرطان د درملنې لپاره نوي رودې ته د ایران د ساینس پوهانو رسیدل ، د تیلو او د ګازو د رایستلو د تجهیزاتو په هیواد کښې جوړول، د سیستان او بلوچستان په یوې برخې کښې د اورګاډو د پټلۍ پرانیستل چې له شمال سره د جنوب د اورګاډي د لارې مهمه برخه ده ، د څو کارخانو افتتاح کول ، له ایران څخه بهر د  تیلو د لومړي چاڼ ځاې د کار پیلول، د شپږو بریښنا کوټونو کار پیلول ، د نړۍ د یوه تر ټولو ستر ټیلي سکوپ مخ کتنه او د سپوږمکۍ د وړونکي توغندي فضا ته توغول او د یوه نوي توغندي مخ کتنه په دغو پرمختګونو کښې شامل دي.

ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب او د اسلامي جمهوري نظام له ټینګیدا وروسته په تیرو  څلویښتو کلونو کښې توانیدلی چې  د داخلي وسونو د پراختیا او  په ځان د بسیا کیدا په زمینه  کښې لوړ ګامونه پورته کړي او د  تیلو او د ګازو او د پیټرو کیمیکل صنعت په شمول سټراټيژیکو ډګرونو او درنو صنایعو او نورو صنعتي ډګرونو کښې په خارجي هیوادونو باندې اړوندوالي په خورا توګه کم کړي.

له بلې خوا د ایران ځوان ساینس پوهان او محققان توانیدلي دي د نانو ټیکنالوژۍ د بنیادي سیلولونو او د فضايي صنعت په شمول د پرمختللیو ټیکنالوژیو په زمینه کښې حیرانونکي بریاوې ترلاسه کړي.

ایران دغه راز توانیدلی دی د پوهنتونو او د علمي پراختیا په لاره کښې حیرانونکی پرمختګ وکړي.

د ټولنې د علمي سویې لوړتیا، د سواد د اندازې زیاتول، د پوهنتونو او د ښوونځیو د علمي مرکزونو وده ، په بیلابیلو علمي څانګو کښې د محصیلینو د شمیر زیاتیدل، د علمي ارجاعاتو او  مقالو په شمیر کښې د ایران بره رتبه، په نانو، اټومي او فضايي  او  د بنیادي سیلولونو په   ټیکنالوژیو  کښې د بروالي او د اختراعاتو  ثبتول  د ایران د اسلامي جمهوریت په تر ټولو مهمو علمي او ټیکنالوژیکو بریاو کښې ګنل کیږي.

دغه راز د پوهنتونو د شمیر ډیر زیاتیدل په ایران کښې د علمي ودې یو بل معیار ګڼلی شو.

د ایران د پوهنتونونو شمیر چې له اسلامي انقلاب څخه مخکې کابو پینځلس و نن سبا دوه زره شپږسوه  څلویښتو ته رسیدلی دی.

د ایران د محصیلینو شمیر له اسلامي انقلاب څخه  په وروسته کلونو کښې د علمي پراختیا یو بل ګراف او ځانګړنه ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د ایران له اسلامي انقلاب څخه مخکې د هیواد په پوهنتونو کښې د محصیلینو شمیر کابو یولک پینځه پنځوس زره تنه و خو نن سبا څه د پاسه څلور میلیونه او دوه لکه محصیلین په ایران کښې په زده کړو بوخت دي.

د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په تیرو څلور څلویښتو کلونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرمختګونه په دې ډول دي چې حتی دښمانان هم ورباندې اعتراف کوي او له دغو پرمختګونو انکار نشي کولای.

د ایران علمي پرمختګونه او ځینو نویو ټیکنالوژیو ته د ایران لاسرسی دومره حیرانونکی او ناڅاپه و چې لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا یې ډیره اندیښمنه کړي ده او دوې  د اټومي موضوع په پلمې ګرځولو سره  د دباونو د  کارړنګونو او د بایکاټونو د زیاتیدا سبب شوي دي.

په حقیقت کښې د اسلامي ایران دښمانان د تهران له زیاتو پرمختګونو او د اقتصادي ، د تجارتي د علمي د فني د ټولنیزو د کلتوري زمینو په شمول د ایران  د توانمنیو له زیاتیدا او دغه راز د ایران د پوځي دفاعي قدرت په څنګ کښې د ایران له خوځنده خارجي سیاست څخه په سخته ویره کښې دي او همدغه مسله له ایران سره د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د زیاتیدونکي دښمنۍ سبب شوي ده.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دې ته په اشارې سره چې د ایران او د استکبار ترمینځ  په اساسي جنګ کښې امریکا په لومړۍ کرښې کښې ولاړه ده او اروپايي هیوادونه د امریکا شاته ولاړ دي وفرمائیل د ایران ننی او اساسی چیلنج د پرمختګ، د دریدا د ځوړتیا او د  شاته تلو  چیلنج دی ځکه چې مونږ د پرمختګ په حال کښې یوو خو استکباري قدرتونه د اسلامي ایران له پرمختګ څخه خپه او مضطرب کیږي او افسوس کوي.

د همدغه خپګان او د غصې په دلیل امریکا او اروپايي هیوادونه په ټولو امکاناتو سره ډګر ته راوځي خو هغوې هیڅ نشي کولای. هماغه ډول چې له دې مخکې هم ونه توانیدل او په راتلونکي کښې به هم وتوانیږي.

 

ټیګونه