ایران امریکا او درو اروپائي هیوادونوپریکړه لیک ته کوټلی ځواب ورکړ
ایران خپل سوله ایز ایټمی پروګرام دهیواد د اړتیاؤ په تناسب سره او دخپلو ژمنتیاؤ او حقوقو په چوکاټ کې پرمخ بیائي او د خپلو حقوقو په سر له هیچا سره سازباز هم نه کوي.
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي ووئیل ، د ایران په ضد د پریکړه لیک په تصویبیدا کې د امریکا او اروپائي ټرائيګا درو هیوادونو وروستي اقدام ته په ځواب کې په لومړي ګام کې څو اقدامات د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې په ایجنډا کې شامل کړل.
د ایران په ضد د امریکا او اروپائي ټرائيکا وړاندیزي پریکړه لیک په پنجشنبې ورځې له راي اخستو وروسته په ۲۶مثبتو ، دوو مخالفو او درو سپينو رایو سره تصویب شوې ده.
دا دریم ایراني ضدپریکړه لیک دی چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له اجرا وروسته د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس په واکمنې شورا کې د صهیونیسټي رژيم په دبآؤ سره صادریږي، چې ا یران پخپلو سوله ایزو ایټمي فعالیتونو کې لا زیات هوډمن کوي.
د ایران اسلامی جمهوریت د آژانس په واکمنې شورا کې د ایران په ضد د بریکړه لیک د وړاندیز او صادریدا په زمیینې کې دامریکا او اروپائي ټرائيکا هیوادونو اقدام ، ډيپلوماسۍ د رَوئې خلاف،بیړناک او ناغیړی ګڼلی او خبرداری ئې ورکړی چې په آژانس کې هرډول سیاسی اقدام به د ایران فوري ،مناسب او اغیزشیندونکي غبرګون سره مخ شي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئیل،د ایران په ضد د امریکا او اروپائي ټرائيکا هیوادونو د وروستي اقدام په ځواب کې پرون د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې د ایجنډا په اساس په نطنز کې د شهید احمدي روشن او په فردو ایټمی ریئکټر کې د شهید ډاکتر علی محمدي په نامې سره د یورانیمو دپخولو په کمپلیکس کې د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د پلټونکو په شتون سره څو اقدامات ترسره شول. ناصر کنعاني ټينګار وکړ،اسلامی ایران هماغه راز تیار دی دخپلو مسلمو حقوقو په چوکاټ کې هروخت چې لویدیځوال لوري خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي، پابندي ورته وکړي او له سیاسی اقداماتو لاس په سر شي،نو ددوي د اقداماتو په غبرګون کې به همداسې وکړي. او ایران نور د آژانس د تخنیکي کارونو په ځاي سیاسی لوبې آو اقدامات هیڅکله هم نه مني او په موقعې به ورته ورته غبرګون ښئ .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت ویندوي په دې خبرې په ټينګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت هیڅکله هم دباؤنو ته ته تسلیمیږي روښانه کړه ، ایران خپل سوله ایز ایټمی پروګرام دهیواد د اړتیاؤ په تناسب سره او دخپلو ژمنتیاؤ او حقوقو په چوکاټ کې پرمخ بیائي او د خپلو حقوقو په سر له هیچا سره سازباز هم نه کوي.