د ایران په بلواو کښې څلویښت خارجيان نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123918-د_ایران_په_بلواو_کښې_څلویښت_خارجيان_نیول_شوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د قضايي قوې ویاند مسعودي ستایشي د هیواد د ځینو ښارونو په وروستیو بلواو کښې د څلویښتو خارجي هیوادونو د ښاریزو د نیول کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2022 11:52 Asia/Kabul
  • د ایران په بلواو کښې څلویښت خارجيان نیول شوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د قضايي قوې ویاند مسعودي ستایشي د هیواد د ځینو ښارونو په وروستیو بلواو کښې د څلویښتو خارجي هیوادونو د ښاریزو د نیول کیدا خبر ورکړ.

هغه نن په خبري کانفرنس کښې د ایران په وروستیو بلواو کښې د نیولو شویو کسانو په هکله وویل: څلویښت خارجیان چې رول یې ولوبوه او  حتی په بلواو کښې موجود وو ونیول شول.

د ایران د قضايي قوې ویاند مسعود ستایشي ډاګینه کړه خارجي وګړي به چې د ایران په وروستیو بلواو کښې یې لاس درلود او حتی په واټونو او کوڅو کښې په بلواو کښې یې شتون درلود د ایران د کورنیو قوانینو او د اسلامي سزاګانو د قانون د شرایطو پراساس محاکمه شي.

ستایشي وویل هغه پیښې او صحنې چې د ایران د ځینو ښارونو په کوڅو کښې ولیل شوې د سرلوړي او د یو هیړ ایران د راتلونکي لپاره د ترهګرو کسانو ګډوډ خوبونه راښکاره کړل چې په خپل ګمان عمومي امنیت داغي کړي او تاوتریخوالی زیات کړي او ترهګر په وسلو سمبال کړي او هغوې ورانکارو اقداماتو ته وهڅوي.