د ایران او اماراتو خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123992-د_ایران_او_اماراتو_خارجه_وزیرانو_ټیلیفوني_خبرې_وکړې
د ایران او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرواترو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا د پراختیا او د سیمې د امنیت او ثبات د پياوړتیا د پراختیا د لاروچارو په هکله صلاح مشورې او د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2022 10:21 Asia/Kabul
  • د ایران او اماراتو خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ایران او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرواترو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا د پراختیا او د سیمې د امنیت او ثبات د پياوړتیا د پراختیا د لاروچارو په هکله صلاح مشورې او د نظر تبادله وکړه.

د ایران او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرواترو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا د پراختیا او د سیمې د امنیت او ثبات د پياوړتیا د پراختیا د لاروچارو په هکله صلاح مشورې او د نظر تبادله وکړه.

حسین امیر عبداللهیان او شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو په لړ کښې د ایران او اماراتو ترمینځ د ملګرتیا د فرصتونو په هکله صلاح مشورې وکړې او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لارې چارې یې وجاجولې.

آل نهیان په سیمه کښې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د ګډ سیمه ایز او نړیوال کار او ملګرتیا پیاوړتیا ته د متحده عرب اماراتو په ګروهنې ټینګار وکړ.

د ایران او اماراتو خارجه وزیرانو د روان کال په ستمبر میاشت کښې په نیویارک د ملګرو ملتو د عمومي ټولنې د غونډې ترڅنګ ملاقات کښې هم د دوه اړخیزو اړیکو او د دلچسپۍ وړ ګدو موضوعاتو په هکله خبرې او د نظر تبادله کړې وه.