ځینو بلواګرو ومنله چې د بهرنیو رسنیو په لمسون یې بلواوې کولې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124096-ځینو_بلواګرو_ومنله_چې_د_بهرنیو_رسنیو_په_لمسون_یې_بلواوې_کولې
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی ځینو بلواګرو عناصرو اعتراف وکړ چې د خارجي رسنیو په لمسولو سره یې په ایران کښې ورورستۍ بلواوې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2022 06:36 Asia/Kabul
  • ځینو بلواګرو ومنله چې د بهرنیو رسنیو په لمسون یې بلواوې کولې

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی ځینو بلواګرو عناصرو اعتراف وکړ چې د خارجي رسنیو په لمسولو سره یې په ایران کښې ورورستۍ بلواوې کړي دي.

په ایران کښې دغو بلواګرو کسانو وویل ځینو کسانو مونږ ته کاڼي راکول او مونږ هم په کاڼو سره په نظر وړ هدفونو ګوزارونه کول.

د ایران ځینو انجلیو او هلکانو په وروستیو بلواو کښې د انقلاب ضد رسنیو او عناصرو په لسمون سره په واټونو کښې په شتون سره د خلکو او د ګاډو لپاره مشکلات رامینځته کول.

شعارونه ورکول او بلواو ته د ورګډیدا لپاره په خلکو باندې بریدونه کول هم د ایران د انقلاب ضد د عناصرو او د دښمنو رسنیو نور پروګرامونه وو چې د ځینو ځوانانو په لسمولو سره یې د بلواو سیاست مخ ته بیوه.

له دې وروسته چې د یوه جینۍ مهسا امیني مړینه سبب شوه چې د ایران د انقلاب ضد او دښمنۍ رسنۍ په ایران کښې خپل هدفونه پلي کړي د دوې یوه اقدام او رواني جنګ په ایران کښې د قانون او د دود پرخلاف د کړچارونو ترسره کولو ته د ایران د ځوانانو تحریکول وو.

د عمومي مالونو تخریبول، د  لارو بندول ، عمومي ځایونو ته اورونه اچول او په بلواو کښې د ګډون کولو لپاره د خلکو ویرول او ګواښل د ایران په وروستیو پیښو کښې د دښمنو عناصرو او د رسنیو لخوا کارول شوي تاوتریجن او ورانکارې رودې وې.