د ایران د بلواو اصلي عامل پیژندل شوی او نیول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124108
زمونږ خبریال وايي د تهران د جرمونو د مخه نیونکي پولیسو مشر ډګروال جلیل موقوفه اي د ایران په بلواو کښې له دښمنو چینلونو سره د ارتباط د اصلي عامل د نیولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 27, 2022 11:39 Asia/Kabul
  • د ایران د بلواو اصلي عامل پیژندل شوی او نیول شوی

زمونږ خبریال وايي د تهران د جرمونو د مخه نیونکي پولیسو مشر ډګروال جلیل موقوفه اي د ایران په بلواو کښې له دښمنو چینلونو سره د ارتباط د اصلي عامل د نیولو خبر ورکړ.

هغه وویل په ایران کښې له وروستیو بلواو او ناکراریو وروسته د بلواو د  بلنه د ورکونکو کسانو پیژندګلوۍ او نیولو او له دښمنو رسنیو سره د ارتباط ټینګول په ځانګړي ډول د تهران د پولیسو د مرکزونو د عملیاتي ټیمونو په اجنډا کښې شامل شول.

ډګروال موقوفه اي وویل په وروستیو وروځو کښې په پراخو تحقیقاتاو او استخباراتي معلوماتو سره له دښمنو او پردیو ټیلي ويژن چینلونو سره د ارتباط اصلي عامل چې د اینټرنیټ د فضا له لارې یې د ورانکارو اقداماتو د ترسره کولو او د عمومي ذهنونو د تشویشولو په هکله پراخ فعالیتونه کول او بلواګر کسان یې په ډول ډول سړو وسلو باندې سمبالول وپيژندل شو او ونیول شو.

د ایران د جرمونو د مخه نیونکو پولیسو مشر ډګروال جلیل موقوفه اي جوته کړه د تورن کس له پټنځاې څخه د تورو، د دریو وایرلیسونو ، د  دوو اوښلن ګازونو د نهو موبایل ټيلي فونونو ، او د یوسل شپږاویا ګرامه نشه ییزو موادو او د یوشمیر غلا شویو شیانو په شمول پنځوس سړې وسلې کشف شوي دي.