د ایران او پولینډ خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران او پولینډ د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو په هکله د نظر تبادله وکړه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د پولینډ له خارجه وزیر زیبیګنیو رائو سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو ښو اړیکو ته په اشارې سره، د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ په پياوړتیا ټینګار وکړ.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر هم د ورشو-تهران د تاریخي اړیکو مخینې ته به اشارې سره وویل: پولینډ له ایران سره د ملګرتیاؤ پراختیا ته ډیر اهمیت ورکوي.
هغه په دې خبرې سره چې ایران په لویدیځې آسیا او مینځني ختیځ کښې د پولینډ مهم شریک دی، هیله څرګنده کړه چې د ایران خلاف ظالمانه بندیزونه ختم شي.
د رپورټ له مخې، د ایران او پولینډ خارجه وزیرانو په دوه اړخیزو اړیکو او د ګډ کمیشن په ترسره کیدو پورې د اړوندو وروستیو موضوعاتو په هکله هم صلاح مشورې وکړې.
د ویلو ده چې ایران او پولینډ لرغونې تاریخې اړیکې لري چې له لوړو ژورو سره سره یې تراوسه دوام موندلی دی.
په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په پولینډ کښې د هغه وخت سوشلسټ حکومت له هغو وړومبنیو هیوادونو و چې د ایران اسلامي جمهوریت یې په رسمیت وپيژنده.