د ایران سیل ۲۱
د تاکستان خلک د ایران د نورو ښارونو د خلکو په شان په لاسی صنایعو او د هنرمندانه اثر ونو په رامینځته کولو کې هم اوږده مخنیه لری
د قزوین ولایت په لویدیځ کې د تاکستان ولسوالۍ ده چی د قزوین په کابو ۴۰ کلومیټرۍ کې پرته ده . د تاکستان ښار تاریخي اثار له اسلامه مخکې پړاو کې د دغه ښار د شتون ښودنه کوی . د ښار مرکزی او لومړنی ځای د خله کوه په نوم د لرغوني تپو په شاوخوا کی قرار لری . د دغه ښار د رامینځته کیدا دلیل فصلی سیند دې چی د تاکستان د اوسنی ښار له جنوبه تیریده او د هغه ښیرازه مځکې یې خړوبولې . په خله کوه کې د لرغون پیژندنې جاجونې او نښې نښانې ښی چی د ښار لومړنۍ مرکز رامینځته کیدا ۷۰۰۰ کاله پخوا ته ورګرځی چی همدغه علمی سند تاکستان د ایران او حتی د دنیا د زړو ښارونو برخه ګرځوی . تاکستان دې ته په پام سره چی د سیمې زوړ ښار دی ، د دغې محدودې زوړ لرغونط اثر یعنی بقعه پیر هم پکې شامله ده . همداراز د زاړې لارې تر ټولو زوړ لرغونې ، ګڼه ګوڼه او نړیواله لاره له همدغه ښاره تیریږی .
د خله کوه لرغونی انګړ په تاکستان ښار کې د5 زره هیکټره په پراخوالی سره د فزوین د دښتې یو دیر ارزښتمن سایت بلل کیږی . د دغې سیمې په تاریخی لایو کط ترلاسه شوی اثار له میلاده مخکې پینځمې او شپږمې زریزې او په دغه انګړ کې د اسلامي پړاو زاړه اثار هم ۵ او ۶ هجری قمری پیړۍ چی د سلجوقیانو له پړاو سره اړوندیږی ، ترلاسه شوی دي . دغه انګړ په ۱۳۷۷ کال کې په ۲۲۷۵ کال کې د ایران د ملی اثارو په لیسټ ثبت شوی دی .
««««««««««««««««««««««««««««
د مناسبې اب و هوا په شمول اقتصادي عوامل ، د خاورې ښیرازه والې او د کرهڼې لپاره د اړتیا وړ اوبو ته لاس رسی د تاکستان سیمې د پراختیا سبب شوی دی . د سیمې په برکتناکو او ښیرازه دښتو په څنګ کې په خاصو جاذبو سربیره د انګورو ، هلو ، نیشپاتیو ،ماڼو په شان کرهنړیزمحصولات هم د دغې سیمې په باغونو کې کرل کیږی . البته د دغه ښار د انګورو د سترو باغونو شتون هم دغه ښار ته شهرت ورکړی دی . دغه باغونه د دغه ټاټوبی د خلکو د عایدو سرچینه دی او نن سبا هم د دغو کورنیو په ډیرو عایدو کې مهم رول لری . همداراز هر کال ډیر فصلی کارګران د دغه ښار په کرهنړیزو مځکو کې د کار لپاره دغه ښار ته کډه کوی .
پر کرهڼې سربیره چی له پخوا راهیسې د دغه ټاټوبی د خلکو اصلی کار وو ، د صنعت په پرمختګ او صنعتی ښارګوټو جوړولو سره ډیر خلک په کارخانو کې په کار بوخت دی او روزی کټي . د تاکستان خلک د ایران د نورو ښارونو د خلکو په شان په لاسی صنایعو او د هنرمندانه اثر ونو په رامینځته کولو کې هم اوږده مخنیه لری . ډول ډول خاورین لوخی ، ګیوه ، ډول ډول ټوکرۍ ، قالینې ، دریانې او داسې نور شیان د تاکستان په مهمو لاسی صنایعوکې شامل دی .
مناسبه ده پوهه شي چی د تاکستان ځای خلک په تاتی ژبه خبرې کوی او ځانونه سیادنیج ّ (تاکستانی ) بولی . په دغه ښار او لسو نورو ښارونو او د هغه په شاوخوا کلیو کی تاتی ژبه ویل کیږی . دغه ژبه د ایران له زاړو او د شمال لویدیځ له څانګې ده چی یو وخت له خراسان تر اذربایجان پورې پراخه وه او نن سبا یوازې د ایران په پراخه ټولنه کی دهغه وړکوتی برخه پاتی ده .
««««««««««««««««««««««««««««
په قزوین دښته کې دیر زیات ارزښمتن اثار موجود دي . د سلجوقی پړاو د خښتو جوړه ودانۍ بقعه پیر له دغو ارزښتمنو تازریخی اثارو ده . د دغې بقعې د لیدو لپاره باید د تاکستان ښار جنوبی سیمې ته ولاړ شو . د بقعې ودانۍ د مربع مستطیل په بڼه ده او د هغه ګنبدی پوښښ په مربع مستطیل په نقشې درې څلور کنځونوپه وسیله سپره کړی شوی ده . د دغې ودانۍ داخلیدونکی نما ډیره ښکلی طراحۍ شوی ده او د هغې د معمارۍ مهمه ځانګړنه هم د ګنبد لاندې اتو ضلعو ته اشاره کولې شو . دغه ودانۍ له ډیرې سادګۍ سره سره بی ساری اواستواره معمارۍ لری او د سلجوقی پړاونو د خښتو له ښکلا او مذبوتیا برخمنه ده .
د بقعه ودانۍ په ۱۳۳۰ کال کی په ۳۸۴ لمبر سره د ایران د ملی اثارو په لیسټ کې ثبت شوی ده .
«««««««««««««««««««««««««
د تاکستان د خلکو له کلتور سره د زیاتې بلدتیا لپاره د خلکو پیژندنې له میوزم کتنه مناسبه ټاکنه ده . د خلکو بیژندنې میوزم په ۱۳۹۷ کال کې د تاکستان د کلتوری میراث ادارې په ځای کی جوړه شوه . په دغه میوزم کی چی ۲۰۰ مربع میټره مساحت لري ، د زاړو لاسی صنایعو ، د کرهڼې د اوزارونه او د تات ټاټوبی د خلکو کارنده شیانو په شمول څه د پاسه ۶۰ تاریخی شیان ساتل کیږی چی د خلکونندارې ته کیښودل شوی دي . په دغه میوزم کې د موجودځینې شیان او ازارونه د خلکو په وسیله ډالۍ شوی دی ، همداراز په دغه میوزم کی د تات قومونو په اړه کتابونه هم ساتل کیږی . د دغه میوزم تر څنګ همداراز د تاکستان د لاسی هنرونو نندارتون هم موجود دې . د میوزم له لیدو وروسته د تاکستان بازار سیل به هم خوند وکړی . نو راخۍ چی لاړ شو بازار ته چی په دغه بازار کې رنګونه او تنوع ډیره ښکلا رامینځته کړی ده . په دغه بازار کې ډیر مویز او د انګورو شیره هم لیدل کیږی چی په سیمه کې د انګورو دډیرو باغونو ترلاسه کیږی .
««««««««««««««««««««««
دوستانو له تاکستان ښار په بهر کی ډیر تاریخی اثار او د کلیو په شاوخوا کی قرار لري . قلعه دختر له دغو یو تاریخی ځای دی . دغه ښکلی قلعه د ابکلو کلی په خوا کې د تاکستان په ۲۰ کلومیټرۍ کې په یوه غره د پاسه جوړه شوی ده. دغه قلعه چی د ساسانی پړاو د پرتمین او عظیم قلعه پاتې برخې دی چی له کلومیټرو لیرې لیدل کیږی . قلعه دختر له دریو لورو یوې ژورې درې ته ختمیږی او هغه ته ورتلونکی یوازنۍ لاره جنوب لخوا ده .
د دغې قلعې له ځانګړنو پراخ لرلید د قزوین په پراخې ټولې دښتې اشراف ، له خښتو سره د کاڼو حیرانونکی ترکیب ، د قلعې په دیوالونو کې مختلفې نقشې ، ډیر ښکلی سینګارونه او طرحې لیدل کیږی . قلعه دختر د سیمې د خلکو په ژبه قز قلعه نومول کیږی . قز په ترکی ژبه کې د لور په معنا ده .
«««««««««««««««««««««««««««
د تاکستان ښار د شمال په ۲۰ کلومیترۍ کې د تاکند ټوریسټي کلې د لویدیځ قاقازان دهستان کې قرار لری . دغه کلی د قنات ، چینو او دیرو سیندونو په شان ډیری طبیعی جاذبې لري چی په سپرلی او تابستان موسم کې د دغه کلی د شینتیا او ښکلا سبب کیږی .
د کلی د کورونو د معمارۍ ساتل او د کورونو د دروازې په سر له سپین رنګ ګټه پورته کول چی په کلی کی له موجودو زاج څخه استفاده شوی ده ، د هغه له ښکلا سره پام وړ مرسته کړی ده او داسې زمینه یې برابره کړی ده چی دغه کلی د ټوریزم د یوه مقصد په توګه انتخاب شی او هر کال په سپرلی او اوړی کې د طبیعت د میناوالو ټوریسټانو مننونکې شی .
دوستانو د تاکستان د جنوب ختیځ په لس کلومیټرۍ کې د خرم اباد کلی په مینځ کې هم په دولس میټره اوږدوالی سره یوه ودانۍ لیدل کیږی اوپه میل خرم اباد مشهوره ده . د دغې ودانۍ محیط ۶ میټره او د دیوالونو غټ والې ۳۵ سینټی میټره دی او په ۱۷ تاو راتاو پوړو سره چی ۵۵ سانټی میټره عرض سره بره ورځی . دغه ودانۍ چی له صفوی پړاوسره اړه لري ، په ۲۰۱۳ لمبر سره د ایران د ملی اثارو په لیسټ کې ثبت شوی ده .
«««««««««««««««««««««««««««««««
دوستانو د تاکستان ولسوالۍ د شمال لویدیځ په اته کلومیترۍ کې حفاظت شوی باشکل سیمه په ۲۶۰۰۰ هیکټره مساحت سره دقاقازان دهستان محدوده کې پرته ده . دغه سیمه د خاص جغرافیایی موقعیت ته په پام سره متفاوت زیست ځای لری . د هغه جنوبی برخه د غرڅو اود ماهور تپې پاتې برخې د غرنی پسونو او میخو ژوند ځای دی . دغه سیمه د حیات وحش لپاره مناسب ځای دی او پر خرڅو ، غرنی پسونو او میخو سربیره نور ځناور لکه لومبړه ، ګیدړ ، ګراز او سوی یا خرګوش هم پکې ژوند کوی .
دوې تاریخی او کلتوری وداني امام زاده هفت صندوق او قز قلعه هم په دغه سیمه کی ده .
پای