په تهران کښې د فرانسې سفیر احضار کړی شو
ایرنا خبري اژانس د فرانسې په ملي پارلمان کښې د خارجه وزیر د نه منلو وړ څرګندونو وروسته په تهران کښې د فرانسې سفیر د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو.
د فرانسې په ملي پارلمان کښې د خارجه وزیر د نه منلو وړ څرګندونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د بدلونونو په وړاندې د فرانسې د ملي پارلمان د لاسوهونکي پریکړه لیک له تصویبیدا وروسته په تهران کښې د فرانسې سفیر نیکلا رش د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو.
په دغه غونډه کښې د ایران پرضد د فرانسې د چارواکو د بې اساسه او د بې بنسټه تورونو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض اعلان شو او تهران دا ډول د نه منلو وړ لاسوهنې وغندلې.
په دغه غونډې کښې دغه راز ټینګار وشو چې د بشري حقوقو له موضوع د فرانسې او د ځینو اروپايي هیوادونو دوه ګوڼه او اوزاري ناوړه استفاده د ایران د اسلامي جمهوریت د سختې خواشینۍ سبب او د نه منلو وړ چاره ده نو ځکه خو ضروري ده چې دغه اروپايي هیوادونه خپله غلطه لاره چې د خپلواکه هیوادونو د ملي واکمنۍ د احترام په زمینه کښې د مسلمو نړیوالو حقوقو خلاف ورزۍ ده اصلاح کړي.
د فرانسې سفیر نیکلا رش هم وویل د ایران اعتراض به د پاریس چارواکو ته ورسوي.