د اسرائیلو توکمپال رژیم د فلسطین ملت وژني
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي صهیونیسټ رژیم د فلسطین د ملت پرضد د نسل وژني سرخیل وباله.
صهیونیسټ رژيم خپلو سلطه غواړو هدفونو ته د رسیدا لپاره هره ورځ د فلسطین په بیلابیلو سیمو باندې یرغلونه کوي او فلسطینیان شهیدوي ، ژوبلوي یا یې نیسي او زنداني کوي یې.
د فلسطین د روغتیا وزارت پرون وویل د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د روان میلادي کال له لومړیو څخه تراوسه دوه سوه پینځه فلسطینیان شهیدان کړي دي.
په همدې لړ کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي پرون د بشري حقوقو د دروغجنو مدعیانو او له صهیونیسټ توکمپال رژیمه د هغوې د ملاتړ په هکله په ټویټر پاڼې کښې ولیکل د بشري حقوقو دروغجن مدعیان څه د پاسه اویا کاله کیږي چې د صهیونیسټ توکمپال، ترهګر او د نیواکګر رژیم ملاتړي دي چې دا نه یوازې د بشري حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ بلکې د فلسطین د ملت پرضد د نسل وژنې ښودنه کوي.
د فلسطین خبري سرچینو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو په ډزو باندې د پینځو فلسطیني ښاریزو د شهادت خبر ورکړی.