بشري حقوق د څو مجرمو حکومتونو لوبتکه جوړه شوي ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په یوه ټویټ پیغام کښې په ښکاره ډول د صهیونیسټ رژیم د عسکرو نیغ په نیغه ډزو کښې د فلسطین د ځوان شهادت د نړیوال غبرګون ښودلو ته اړتیا لرونکی وباله او ویې ویل بشري حقوق د څو مجرمو حکومتونو لوبتکه ده.
ناصر کنعاني چافي وویل د صهیونیسټ رژیم د عسکرو لخوا په څو ډزو باندې د فلسطیني ځوان عمار حمدي مفلح شهادت نړیوال غبرګون ته اړتیا لري خو د صهیونیسټ جنایتکار رژیم هره ورځې جنایتونه د بشري حقوقو د مدعیانو لخوا نه یوازې محکوم کیږي نه بلکې د دغه رژیم د جنایتونو لپاره حقیقت موندونکی پلاوی هم نه جوړیږي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل بشري حقوق د څو مجرمو حکومتونو لوبتکه ده.
د فلسطین ځوان عمار حمدي مفلح پرون مازیګر د نابلس په جنوب کښې په حواره ښارګي کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د عسکرو په ډزو شهید کړی شو.
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو په تیرو څو میاشتو کښې د اردن سیند په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په جنین او نابلس سیمو باندې حملې زیاتې کړي دي او له کبله یې په لسګونو فلسطینان شهیدان او به سلګونو نور ژوبل شوي دي.
امریکا، بریتانیا، فرانسه ، جرمني او نور اروپايي هیوادونو د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو رژیم د جنایتونو او حملو پوره پوره ملاتړ کوي.