د نړۍ د قدرت قطب په ختیځ کښې په جوړیدو دی
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په دې خبرې سره چې امریکایان د یواړخیزپالنې په کړنلارې او د یو-قطبي نظام په جوړولو کښې کامیاب نه وو، وویل: د نړیوال قدرت قطب په ختیځ کښې په جوړیدو دی.
د ایرنا د خبر له مخې جنرال محمد باقري د روسیې د دفاع وزیر د نړیوالو چارو له مرستیال جنرال فومین سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د ملي ګډو او اهدافو او هم د سیمې د صلحې او امنیت په چوکاټ کښې د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیا په پراختیا باندې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: نن سبا امریکایان هم داده کیږي چې په یواړخیزپالې کړنلارې او د قطبیانو د نوي نظام به جوړولو کښې نه دي کامیاب شوي او د نړیوال قدرت قطب په ختیځ کښې جوړیږي.
هغه زیاته کړه: له ګډو ګواښونو سره مقابله او د مشترکو ګټو په برخه کښې ملګرتیا لازیاتو صلاح مشورو ته ضرورت لري چې باید د ملګرتیا د پراختیا مخه په ودې بهیر په دوام کښې ورته پاملرنه وشي.
سردار باقري هم داشان وویل چې دواړو هیوادونو په سوریې کښې له ترهګرو سره په مقابله کښې کامیابه ملګرتیا لرلې ده، البته سوریه لاهم د دغو ملاتړونوجاري پاتې ته ضرورت لري.
د روسیې د دفاع وزیر مرستیال هم جنرال باقري ته په ماسکو کښې د شنګهاي تړون د غړو هیوادونو د دفاعي ارګانونو د مشرانو په غونډه کښې د ګډون بلنه ورکړه.