دښمنان هڅه کوي د ایران له اسلامي جمهوریت څېره ناکارنده وښیي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124436-دښمنان_هڅه_کوي_د_ایران_له_اسلامي_جمهوریت_څېره_ناکارنده_وښیي
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند ټینګار وکړ: زمونږ دښمنان هڅه کوي څو د ایران له اسلامي جمهوریت څخه ناکارنده او غیر حقیقي څېره وړاندې کړي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 05, 2022 03:49 Asia/Kabul
  • دښمنان هڅه کوي د ایران له اسلامي جمهوریت څېره ناکارنده وښیي

د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند ټینګار وکړ: زمونږ دښمنان هڅه کوي څو د ایران له اسلامي جمهوریت څخه ناکارنده او غیر حقیقي څېره وړاندې کړي.

د ایران د حکومت ویاند علی بهادري جهرمي وویل: د وروستیو بلواو اصلي لامل دا و چي دښمنان ولیدل چي ایران په مختلفو ډګرونو کې د پرمختګ په حال کې دي او بندیزونه نور اثر نه پرې کوي، نو هغوی خپل تاکتیک بدل کړ.

هغه یادونه وکړه چي د دیارلسم حکومت د کار په شروع سره، هیواد یو ځلې بیا د ودې او پرمختګ په لور وخوځېده ځکه چي په داخلي توانمنیو باندې مو تکیه وکړه.

د ایسنا له راپور سره سم، جهرمي د ایران د حکومت په بهرني سیاست کې د ګاونډیانو مهم ځایګی ته په اشارې سره، وویل: ګاونډیانو ته د پاملرنې په نتیجه کې د بهرني تجارت کچه په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

د ایران د حکومت ویاند زیاته کړه: د ډیپلماسۍ په نتیجه کې، د ایران د تیلو پلور له مخکې نه دوه نیم چنده زیاته شوې او دا په داسي حال کې دی چي دښمنانو په بندیزونو سره د ایران د فلجولو وعده کړې وه.