په ایران کې بلواو ته د دښمنو رسنیو بلنه
د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنو رسنیو چي تر دې دمه د زیاتو لګښتونو او دسیسو سربېره، د ایران په مختلفو سیمو کې بلواو او ګډوډیو ته د لمن وهلو په لړ کې خپلو شومو موخو ته نه دي رسېدلي، یو ځلې بیا د راتلونکو دریو ورځو لپاره د بلواو بلنه ورکړې ده.
معاندو رسنیو د دیسمبر له پنځمې بیا تر اووهمې پورې د بلواو بلنه ورکړې او غواړي د محصل تاریخي ورځ د بلواو او وسلو د راخیستلو په هشتګ باندې بدله کړي.
د دښمنو رسنیو په بلنلیک کې له بلواګرو غوښتنه شوې چي خلګ د وسلو راخیستلو، ناوړه شعارونو او ورانکاریو ته وهڅوي.
دغو رسنیو همدارنګه هڅه کړې چي بلواګران د وسله ایزو فعالیتونو په لورې وهڅوي.
د سیپټمبر د میاشتې له وروستیو، د ایران په مختلفو سیمو کې محدودې بلواوې شوې چي له همهغه لومړیو ورځو څخه پکښې د ځینو دښمنو رسنیو رول او د پردیو لاسونه څرګند شول.
دغو بلواو کې د امریکې او د یو شمېر اروپایي هیوادونو چارواکو او یو شمېر فارسي ژبې غربي رسنیو د ایران د ولس له حقوقو څخه د ملاتړ په ادعا سره، له بلواګرو او ورانکاره فعالیتونو څخه پوره پوره حمایت وکړل.
بي بي سي او ایران اینټرنشنال لندن میشتو رسنیو په ایران کې د بلواو په دوام او شدت کې ستر رول لوبولي دي.
په ایران کې د بلواو او ناامنیو لپاره د لوېدیځو هیوادونو او هغوی پوري د اړوندو رسنیو هلې ځلې داسي مهال تر سره کیږي چي له دې مخکې په میلیونونو کسانو د اسلامي جمهوریت له نظام څخه په ملاتړ او د بلواګرو سره په مخالفت کې لویې مظاهرې تر سره کړي دي.