کبرجنه امریکا د ولسونو ګټې نه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124442-کبرجنه_امریکا_د_ولسونو_ګټې_نه_غواړي
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي ټینګار وکړ: کبرجنه امریکا د ولسونو د ګټو په لټه کښې نه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2022 08:03 Asia/Kabul
  • کبرجنه امریکا د ولسونو ګټې نه غواړي

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي ټینګار وکړ: کبرجنه امریکا د ولسونو د ګټو په لټه کښې نه ده

له افغانستانه د امریکې له وتلو کابو د یونیم کال له تیریدو سره سره، د دوو لسیزو له جنګ او نیواکه پاتې زیانمنونکي آثار او مصیبتونه لاهم د افغانستان خلک ځوروي.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګي استازې "حسن کاظمی قمی" د قومي او مذهبي شخړو د پیلولو لپاره د امریکې د هلوځلو په هکله وویل: امریکا هڅه کوي چې د ایران او طالبانو ترمینځ د بې اعتمادۍ فضا جوړه کړي.

د ایرنا د خبر له مخې کاظمي قمي په افغانستان کښې د امریکې د ماتې ستره وجه د دغه هیواد د خلکو ملګرتیا نه کول وبلل او زیاته یې کړه: امریکایان نه پریږدي چې د افغانستان په شان هیوادونو کښې بیاوړي حکومت جوړ شي.

هغه له افغانستانه د امریکې د وتلو په هکله هم وویل: دا بې ثباته او ګډوډی هم هغه څیز و چې امریکې غوښته ترڅو ثابته کړي چې د امریکايي پوځیانو نشتوالی په افغانستان کښې د بې ثباتۍ سبب کیږي.

کاظمي قمي څرګنده کړه: امریکې په دې تیر یو کال او څو میاشتو کښې په رواني لوبې کښې سخت کوشش وکړ چې قومي او مذهبي جنګونه شروع کړي.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت سیاست د افغانستان له خلکو د ملاتړ او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د حکمونو په بنیاد ولاړ دی او دا سیاست بیان شوی دی.