د لیندۍ ۱۶دایرانی محصلینوداستکباردښمنۍ سمبول
په پوهنتون او محصلینو په بهیرد اسلامی انقلاب له نورو اغیزو د حوزې او پوهنتون وحدت وو . له انقلابه مخکې رژیم په لټه کې وو چی دغو دو اورګانونو ترمینځ اختلاف رامینځته کړی خو د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته هڅه وشوه دغه دوه اورګانونه د یوه بل په څنګ کې د اسلامی انقلاب د ایډیالونو دلوړتیا لپاره هم ګامه شی .
د ایرانی محصلینو د غورځنګ او اوسنی تاریخ له نه هیردونکیو ورځو د ۱۳۳۲ کال د لیندۍ ۱۶ ورځ ده .په دغه ورځ وه چی مسلمانو محصلینو د استبدادی دولت پرضد د ښی پالو اوکڼ پالو روڼ اندو او سیاستوالانو په اپوټه پاڅون وکړ .
دغه خودجوشه غورځنګ تر دې ځایه پرمخ لاړ چی په نهایت کې د لیندۍ په۱۶ محصلینو په خپلې وینې سره د پوهنتون مځکه رنګینه کړه او له هغې ورځې د لیندۍ ۱۶ د ایران په کال هینداره کی د لیندۍ ۱۶ د محصل ورځې په توګه نومول شوی ده .
د ۱۳۳۲ کال د لیندۍ د ۱۶ نیټې پیښې مختلف علتونه او زمینې درلودلې . د ۱۳۲۰ لسیزې کې د محصلینو د اسلامي ټولنې جوړیدا چی په پوهنتون کې یې د مسلمانو محصلینو لپاره د ثبیت کولو رول درلوده او د تیلوصنعت د ملی کیدا غورځنګ سره د هغه ارتباط د پهلوی رژیم پرضد د اعتراضی حرکتونو دپیلولو لپاره په زمینو جوړولو کې رول درلوده.
د ډاکټر مصدق د ولسی دولت پرض۱د د ۱۳۳۲ کال د مرداد په ۲۸ د امریکایی ، برتانوی کودتا بڼه غوره کول د محصلینو د اعتراضونو د بڼه غوره کولو او د ۱۳۳۲ کال د لیندۍ د ۱۶ د پیښې یو بل عامل دی . د پهلوی رژیم په وسیله د مرداد د ۲۸ له کودتا وروسته د ترور ، ساه ډوبی ، او سیاسی او اجتماعی فضا تړل د محصلینو نورد اعتراضی محرکاتو بل عامل شو . د دغو شرایطو په غبرګون کی د محصلینو په شمول د معترضانو او مبارزانو په وسیله په اعتراضی اقداماتو کې مظاهرې او د اعلامیو خپرول شامل وو ، قدرت ته د بیا ستنیدا لپاره باچا ته د شاد باش د وړاندی کولو لپاره تهران ته د امریکا دهغه وخت د ولسمشر مرستیال ریچرډ نیکسون سفر د لیندۍ د ۱۶ پیښې د رامینځته کیدا یو بل عامل وو . د رهبرۍ ستر مقام امام خامنه ای په دې اړه فرمایی د ۱۳۳۲ کال د لیندۍ ۱۶ چی پکې درې محصلین په وینو کې ولغړول شول ، تقریبا د مرداد له ۲۸ څلور میاشتې وروسته ترسره شول یعنی د مرداد د ۲۸ له کودتا وروسته او هغه عجیبه ساه ډوبی او د ټولو ځواکونو عجیبه ځپل او چوپتیا په تهران پوهنتون کې د محصلینو په وسیله ناڅاپه په فضا او چاپیریال کی یوه چاودنه رامینځته کیږی ولې ؟ځکه چی نیکسون چی هغه وخت د ولسمشر مرستیال وو ، ایران ته راغې . په امریکا د اعتراض په توګه په نیکسون د اعتراض په توګه چی د مرداد د ۲۸ د کودتا عامل وو ، دغه محصلین د پوهنتون په چاپیریال کی کاربندیز او مظاهرې کوی چی البته له ځپلو سره مخامخ کیږی او درې کسان هم وژل کیږی ، اوس د لیندي ۱۶ په ټولو کلونو کی په دغو مختصاتوسره باید وپیژندل شی . د لیندي ۱۶ د نیکسون او امریکا او سلطې پرضد پرضد د محصلینو د اعتراض ورځ ده .
د لیندۍ د ۱۶ نیټې بڼه غوره کونې څو پاییلې درلودلې .
۱ : د لیندۍ ۱۶ د تاریخی مقاومت ورځې په توګه ثبت کیدا . د لیندۍ په ۱۶ په پوهنتون په حمله کی د پهلوی رژیم له جنایت ، وژلې او وهلو ټکولو وروسته دغه ورځ د تهران پوهنتون په تاریخ کی د محصل د حرکت د تاریخی مقاومت ورځې په توګه ثبت شوه او د محصلینو غورځنګ او محصلینو د استکبار دښمنۍ او استتداد دښمنۍ لپاره د سمبول په توګه بدله کړه . له هغه وروسته هر کال د تهران او نورو پوهنتونونو محصلین د لیندۍ د ۱۶ ورځې په توګه د ایران په کال هینداره کی د محصل ورځې په توګه نومول شوی ده .
۲:د نورو ګوندونو او مخالفتونو ځپل . د ۱۳۳۲ کال د لیندۍ له ۱۶ وروسته د پهلوی رژیم په وسیله د سیاسی فضا انسداد او ساه ډوبۍ زیاته شوه او رژیم پرضد هر ډول ازادی غواړی حرکت له سخت غبرګون سره مخامخ کیده . دغه پیښه پر دې سربیره چی له باچا حکومت د کرکې د اندازې د جاج لپاره په معیار بدل شو ، سبب شو چی له دغه رژیم سره د محصلینو غورځنګ مخالفتونه له هیواده بهر منتقل شو او له هیواده بهر د ایرانی محصلینو کنفیډریشن د پهلوی رژیم پرضد د مخالفانو د بحثونو او اجتماع او له هیواده په بهر کی د رژیم پرضد د محصلینو د کاربندیزد ترسره کولو لپاره په مرکزبدل شی .
د ایران د اسلامی انقلادب په بریالیتوب او د پهلوی رژیم له ساه ډوبی وروسته د سیاسی فضا په پرانستل کیدا سره د محصلینو غورځنګ او محصلینو رول لوبول زیات شول . د محصلینو د اسلامی ټولنو د اتحادیې او مسلمانو محصلینو سازمان جوړیدا چی وروسته د وحدت د پیاوړتیا دفتر په توګه وپیژندل شو ، له یوې خوا او د امام رح د کرښې د پیرو محصلینو په وسیله د امریکا د جاسوسي ځالې نیول کیدا له بل پلوه د ایران په سیاسی سپهر کې د محصلینو غورځنګ او محصلینو رول له زیاتیدا نښې نښانې وې .
هغه مسله چی له انقلاب وروسته د دیرو انقلابی شخصیتونو لپاره په یوې اندیښنې اندیښنې بدله شوی وه ، په پوهنتونونو او محصلینو چاپیریال د لویدیځ او لیبراالی لیدتوګو نفوذ او حاکمیت وو ، لکه څرنګه چی حضرت امام خمینی رح په یوه راډیویی تیلی ویژیونی پیغام کی وفرمایل ، په اسلامی جمهوریت کې باید د محصلینو چاپیربال بدل شی ، تړلی پوهنتونونه په خپلواکه پوهنتونونو بدل شی ، زمونږ کلتور باید بدل شی ، استعماری کلتور باید د خپلواکۍ کلتور شی ، .
په همدې اساس وه چی د انقلاب د مشرانو د تدابیرو په سیوره کې او د اسلامی انقلاب د ایډیالونوپه چوکاټ کې د پوهنتون د راوستلو په خاطر د کلتوری انقلاب موضوع اجرایی شوه او د هغې په اساس د استاد او محصل د ټاکل کیدا مرکز ، د جهاد دانشګاهی جوړیدا ، د ژمنو او ماهرو کسانو د روزولو په شمول د اسلامی نظام د اړتیاو د لیری کولو لپاره د امام صادق ع او تربیت مدرس پوهنتونو په شمول د نویو پوهنتونونو جوړول دود شول .
په پوهنتون او محصلینو په بهیرد اسلامی انقلاب له نورو اغیزو د حوزې او پوهنتون وحدت وو . له انقلابه مخکې رژیم په لټه کې وو چی دغو دو اورګانونو ترمینځ اختلاف رامینځته کړی خو د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته هڅه وشوه دغه دوه اورګانونه د یوه بل په څنګ کې د اسلامی انقلاب د ایډیالونو دلوړتیا لپاره هم ګامه شی .
هغه یوه بله مسله چی د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د محصلینو غورځنګ په بهیر کی موجوده وه ، له محصلینو د دښمنانو استفاده وه . د ۱۳۷۸ کال د فتنې د پراختیا او د تهران په کوی پوهنتون د حملې لپاره د دښمنانو هڅه په همدې هدف ترسره شوی وه .
همداراز په وروستیو بلواګانو کی محصلین او پوهنتونونه د دښمن اهلی هدفونه دی . په همدې علت دښمنانو د تلی په لومړۍ نیټې د پوهنوتونونو پرانستل کیدا په هیواد کې د بلواګانو د رامینځته کولو لپاره د فرصت په توګه لیدل ځکه چی په پوهنتون کی د انجلیو او هلکانو شتون د محصلینو له چاپیریال د استفادې فرصت رامینځته کاوه . په دې ډول دښمنانو هڅه وکړه د پوهنتون د فضا په خرابولو او دوه قطبی فضا په رامنځته کولو او د ناوه شعارونو په دودولو سره له محصل او پوهنتون د خپلو هدفونو په لړ کی ناوړه ګټه پورته کړی . البته چی د دښمن له دغې رودی سره منطقی او سمه مقابله د اسلامی انقلاب د دښمنانو د سپیرو هدفونو او طرحو په نسبت د محصلې پرګنې د اګاهۍ او بصیرت لوړتیا ته ضرورت لری .