علمي پرمختګونه، د اسلامي ایران د قدرت مهمې مولفې
د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران یو ویاړ په علمي ډګرونو کښې ورځ تر بلې زیاتیدونکې وده او فعال شتون دی چې نړیوالو ټولنو هم په کراتو تایید کړی دی.
ایران د اسلامي انقلاب نه تر مخکښې پورې یو داسې صنعت درلود چې په بهر پورې دیر پيئلی و، په هم دې وجه د هیواد صنایع د اسلامي انقلاب نه پس د اقتصادي محاصرې او د ابتدايي موادو د نه تامینیدو په وجه مخ په زوال روانې شوې خو ایران وتوانیده چې په دې پړاؤ کښې په وارداتي اولیه موادو، بهرنیو شیانو او بهرنۍ تخنیکي پوهې پورې د سختې پیئلتیا د کمولو په لړ ډیر د پام وړ اقدامات ترسره کړي.
په مختلفو صنعتي، پوځي او علمي برخو کښې د ایران پرمختګونو ته یوه کتنه هم ښودنه کوي چې د دښمنانو هر اړخیز سیاسي، اقتصادي او پوځي دباونه د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت د مولفو په کنټرولولو کښې پاتې راغلې دي. د نانو ټیکنالوجۍ، هوا فضا، بنیادي حجرو او ایټمي برخو په شمول پرمختللو ټیکنالوجیو ته رسیدل د ایران د علمي، اقتصادي او ټیکنالوجیکي ترقۍ یوڅو مثالونه دي چې ټول د بندیز او بایکاټ په حالاتو کښې ترلاسه شوې دي.
که د ایران د علمي ودې چټکتیا ته پام وکړو نو وینو کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د دنیا د علم په تولید کښې د ایران ونډې ۱۸۰ چنده زیاتوالی لرلی دی. د اسلامي انقلاب له بریالیتوب نه په وروسته کلونو کښې د ایراني محققانو له خوا د مقالو په تولید کښې هم ۵۵ چنده زیاتوالی راغلی دی.
نیو ساینټسټ خپرندوې رپورټ ورکړې چې ایران د علمي ودې ترټولو چټکه اندازه لري او په علمي تولیداتو کښې د نړۍ له ټولو هیوادونو مخکښې دی. په ایران کښې د علمي ودې اندازه د نړۍ د اوسط ۱۱ چنده ده. دا عدد ښودنه کوي چې ایران په ډیر ګړندیتوب سره له پرمختللو او ترقي یافته هیوادونو سره د خپل واټن په کمولو لګیا دی.
اوس د بنیادي سلولونو په لړ کښې پرمختګ ته پاملرنه کوو.
نن سبا د ټیکنالوجۍ او د بنیادي حجراتو د تحقیقاتو په لړ کښې ایران د نړۍ په لسو غوره هیوادونو کښې شامل دی او ایراني محققان توانیدلي چې له بنیادي سلولونو څخه حتی د مغزو او هډوکو په پیوندونو، څرمنې او د زړه د زیانمن شویو بافتونو په ترمیم کښې کار واخلي. ایراني پوهانو هم داشان د بنیادي سلولونو شبیه سازي یا کلوننګ ترسره کړی دی.
د هوا فضا په برخه کښې پرمختګ:
د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا د مخابراتي او د تصویر بردارۍ د سپوږمکیو د جوړولو په برخه کښې د توانمنۍ داسې حد ته رسیدلی چې نور نو پردیو ته هیڅ ضرورت نه لري او په دې برخه کښې د هیواد د اړتیاو په پوره کولو کښې بریالی شوی دی او د سپوږمکۍ جوړونې د ټیکنالوجۍ د لرونکو ۹ هیوادونو په کتار کښې شامل شوی دی. دا په داسې حال کښې دي چې ایران د سپوږمکۍ وړونکي توغندي د ډیزایننګ او جوړولو په برخه کښې هم دومره توان ترلاسه کړی چې د سپوږمکیو د توغولو لپاره بهرنیو هیوادونو ته هیڅ اړتیا نه لري.
په نانو برخه کښې پرمختګ:
د نانو او لیزر په برخه کښې ارزښتناکې بریاوې په دې وروستیو کلونو کښې د ایارن یو بل علمي او ټیکنالوجیک پرمختګ دی. نانو علم په نړۍ کښې ستر بدلونونه رامینځته کړي دي او د درملو د تولید، د ناروغیو د معلومولو، له اوبو څخه د زهرجنو موادو د ختمولو او د کرهڼې د ګټې د زیاتولو او هم داشان د هوا د پاکولو په شمول مختلفو برخو کښې استعمالیږي. ایران نن سبا د نانو په برخه کښې د نړۍ دولسم مقام لري.
جوته ده چې علم ته په ملي اقتدار کښې د یوې ډیرې مهمې سرچینې په توګه کتې شي او په هم دې وجه د هیواد د علمي ودې چټکول یوه ضروري چاره ده. د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم په مختلفو وختونو کښې د هیواد د علمي ودې او ترقۍ په چټکولو ټینګار کړی دی. حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرون(سه شنبه) مازیګر هم د فرهنګي انقلاب د عالي شورا د غړو په کتنه کښې یوځل بیا علمي پرمختګ ډیر اړین وباله او وې ویل: پوهنتونونه، علمي او تحقیقاتي مرکزونه او اړونده ادارې دې علمي پرمختګ خپل جدي سرمشق وګرځوي ترڅو هیواد مو د علم له قافلې شاته پاتې نه شي.
*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی