د متا انترنیتي شرکت ته د ایران د اسلامي جمهوریت اعتراضي لیک
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124590-د_متا_انترنیتي_شرکت_ته_د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_اعتراضي_لیک
د ایران د اسلامي جمهوریت د سوشیل میډیا ملي مرکز په هیواد کې د بلواو د زمینې د برابرولو په اړوند، او د ایراني اداراتو رسمي لیکونو ته د ځواب نه ویلو د امله د متا انټرنیتي شرکت (اینستاګرام) ته اعتراضي لیک استولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2022 12:36 Asia/Kabul
  • د متا انترنیتي شرکت ته د ایران د اسلامي جمهوریت اعتراضي لیک

د ایران د اسلامي جمهوریت د سوشیل میډیا ملي مرکز په هیواد کې د بلواو د زمینې د برابرولو په اړوند، او د ایراني اداراتو رسمي لیکونو ته د ځواب نه ویلو د امله د متا انټرنیتي شرکت (اینستاګرام) ته اعتراضي لیک استولی دی.

د مهر له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د سوشیل میډیا ملي مرکز د متا د شرکت مشر «مارک زاکربرگ» ته، په یو رسمي لیک کې د ایران د کورنیو قوانینو په نه رعایتولو او د دې شرکت د اپلیکېشنونو په کړچار نیوکې وکړې.

په غرضي او سیسټماټیک ډول د دروغ، کرکه پاروونکو او توکم پالو خبرونو خپراوی، تاوتریخوالو او ټولنیزو ناامنیو ته لمن وهل، د ملي واکمنۍ نقضول، د دوه ګوني اسټندردونو په کارولو د کاروونکو د حقوقو نقضول، د ترهګرو ډلو تبلیغاتو ته اجازه ورکول، ټولنیز او قومیتی اختلافاتو ته لمن وهل، بیلتون پالنې ته هڅول، پلان شوي جرمونو ته د زمینې برابرول منجمله د مخدره موادو او د وسلو د انتقال لپاره د پیغامونو تبادله، هغه خلافورزی دي چي ایسنټاګرام او د متا د شرکت په اپلیکېشنونو کې تر سره کیږي او په هکله یې په دغه اعتراضي لیک کې مارک زاګر برګ ته خبرداری ورکول شوی دی.

دغه اعتراضي لیک کې د متا شرکت ته وخت ورکول شوی چي په ایران کې د دوامداره فعالیت لپاره اسلامي جمهوریت ته رسمي استازی معرفي کړي څو د دې شرکت فعالیتونه د ایران او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې راشي.

د تېر سیپټمبر د میاشتې له وروستیو ورځو را په دې خوا د ایران په مختلفو سیمو کې بلواوې شوي دي چي په دوام او خپراوی کې د دښمنو رسنیو تر څنګ اینسټاګرام، وټزاپ او د متا شرکت نور اپلیکېشنونه هم مهم رول لوبولی او د بیلتون پالو، ترهګرو او بلواګرو په تریبیون بدل شوی دی.

د ایران خارجه وزارت د یوټل سیټ له لورې د پرس ټي وي بندولو ته غبرګون وښوده

 د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: په داسي حال کې چي اروپا د داسي چېنلونو کوربه ده چي د ایران په ضد تروریزم او تاوتریخوالو ته رواج ورکوي، لیکن  یوټل سټلایټ د اروپا بندیزونو څخه په پیروکاری سره، پرس ټي وي بند کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت پرس ټي وي خبري چېنل د یوټل سټلایټ له لورې په امریکا او اروپایي هیوادونو کې خپرېدل خو دغه سټلایت د اروپایي اتحادیې د بندیزونو له ویرې د پرس ټي وي نشرات یې بند کړی دی.

د ایران د خارجه ویاند ناصر کنعانی چافی دې مسالې ته په غبرګون کې جوته کړه: د پرس ټي وي په ضد اقدام د بیان له ازادی څخه په ملاتړ کې د لوېدیځو هیوادونو دروغجنه څېره څرګندوي.

اروپایي اتحادیې په دې وروستیو کې له ډیموکراسۍ او بیان ازادی څخه د ملاتړ په پلمې سره، د ایران په پرس ټي وي او رسنیو سخت بندیزونه ولګول.

د پرس ټي وي خبرې چېنل د نشریاتو د بندولو لپاره د فرانسې د یوټل سیټ شرکت اقدام ، د رسنیو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.

تېره اوونۍ امریکا هم د ایران د اسلامي جمهوریت د نشریاتي ادارې په مشر او د ټلویزیونې او راډیویي نشراتي مرکز په بهرني څانګې بندیزونه ولګول.