د ایران ولس د ازادی په شعار نه غولیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124598-د_ایران_ولس_د_ازادی_په_شعار_نه_غولیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو چي د ایران ولس د ازادی په شعار نه غولیږي، وویل: د ایران خلګ د خپلواکی، ازادی او اسلامي جمهوریت ګواښلو ته دښمن نه پرېژدي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2022 12:44 Asia/Kabul
  • د ایران ولس د ازادی په شعار نه غولیږي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو چي د ایران ولس د ازادی په شعار نه غولیږي، وویل: د ایران خلګ د خپلواکی، ازادی او اسلامي جمهوریت ګواښلو ته دښمن نه پرېژدي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په تهران کې له خلګو سره په لیدنه کې زیاته کړه: هغه کسان چی په خپلو خبرو په ټولنه کې اختلاف اچوي او د خلګو مذهبي باورنه په نښه کوي، باید وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ایران ولسمشر یادونه وکړه چي ځینو غواړي په اختلاف او بلواو سره زیار کښ زلمیان له تعلیم، ټولنیز فعالان له فعالیت، او تولید کوونکی له تولید نه پاته کړي او د ټولنې د ودې او پرمختګ مخنیوی وکړي.

رئیسي د اسلامي ایارن دښمنانو او په ځانګړې توګه امریکې او د هغه ملګرو ته په خطاب کې وویل: ستاسو شتون په هره سیمه کې که څه هم د ښکلي شعارونو په پوښښ کې وي، د خلګو ژوند او ارامښت ورانوي.