په افغانستان کې دامریکایانوشتون له جنګ اوماتې پرته بله بریا نه درلوده
په افغانستان کې د امریکایانو شل کلن شتون د هغو لپاره له جنګ ، وینې بهونې او ماتې پرته بله بریا نده درلودلی ، ځکه چی د خپلو ادعاګانو په اپوټه د دغې سیمې له حقیقتونو او غوښتنو بی خبره وو .
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د ټولنو له نه پیژندلو د دښمنانو پرله پسې ماتو ته په اشاری سره وویل په افغانستان کې د امریکایانو شل کلن شتون د هغو لپاره له جنګ ، وینې بهونې او ماتې پرته بله بریا نده درلودلی ، ځکه چی د خپلو ادعاګانو په اپوټه د دغې سیمې له حقیقتونو او غوښتنو بی خبره وو .
ښاغلی ابراهیم رییسي نن د بدلون په لاره کی د کلتوری انقلاب د لوړې شورا د دوهم ګام په نندارتون کې وویل د کلتوری انقلاب د لوړې شورا د کړچار د جاج لپاره باید د دغې شورا د جوړولو د هدفونو په اړه د حضرت امام خمینی رح او له دغې شورا د اسلامي انقلاب د معظم لارښود تمو او ویناو ته مراجعه وشی چی د بدلون په لاره کې د کلتور او علم او کلتوری انقلاب د لوړې شورا د لارې د څراغونو په شان دي .
ښاغلی رییسي جوته کړه د ارتباطاتواو ای ټي په ننۍ دنیا کې ټولنه نشی محدود کیدلې بلکې باید د خلکو او ځوانانو په خوندي کولو او کلتوری هدایت سره هغو په باورونو ، اعتقاداتو او کلتور باندې د حملو په وړاندی وساتل شي .