د اکوتنظیم ایران لپاره ځانګړې ځاې لري
ښاغلی عبداللهیان په دغو دستورو کی چی په تهران کی ترسره شوې وویل له ګاونډیانو، د سیمې هیوادونو او اسیایی هیوادونو سره د اقتصادي ملګرتیاو پراختیا او ژورتیا د اسلامي ایران د حکومت د اقتصادي ډیپلوماسي له لومړیتوبونو دي .
د اسلامي ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د اکو تنظیم د پراختیا د دیرشمې کلیزې د لمانځلو په دستورو کې جوته کړه داقتصادي ملګرتیا سازمان د ایران لپاره ځانګړې ځاې لري او په اکو کې د غږملتیاو د بهیرونو د پیاوړتیا لپاره له هر فرصته استفاده کوی .
ښاغلی عبداللهیان په دغو دستورو کی چی په تهران کی ترسره شوې وویل له ګاونډیانو، د سیمې هیوادونو او اسیایی هیوادونو سره د اقتصادي ملګرتیاو پراختیا او ژورتیا د اسلامي ایران د حکومت د اقتصادي ډیپلوماسي له لومړیتوبونو دي .
هغه وویل د اکو تنظیم په شان سیمه ایز او څو اړخیزه سازمانونه په دغه سټراټیجۍ کې مهم ځای لری او د دوه اړخیزه ملګرتیاو او سیمه ایزو اقتصادی ملګرتیاو د اسانونکي په توګه د هغو ځای او رول د اسلامی ایران د پام وړ دې .