ایران د اروپايي اتحادیې په ځینو کسانو او ارګانونو بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124752-ایران_د_اروپايي_اتحادیې_په_ځینو_کسانو_او_ارګانونو_بندیزونه_ولګول
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بریطانیا د ځینو شخصیتونو او ارګانونو خلاف د بندیزونو په لګولو سره، د دغه هیواد ۴ ارګانونه او ۱۳ حقیقي شخصیتونه د خپلو بندیزونو په نوملړ کښې شامل کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2022 11:10 Asia/Kabul
  • ایران د اروپايي اتحادیې په ځینو کسانو او ارګانونو بندیزونه ولګول

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بریطانیا د ځینو شخصیتونو او ارګانونو خلاف د بندیزونو په لګولو سره، د دغه هیواد ۴ ارګانونه او ۱۳ حقیقي شخصیتونه د خپلو بندیزونو په نوملړ کښې شامل کړل.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې هکله نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د بندیزونو اړونده اصولو په چوکاټ کښې او د متقابل عمل په توګه په ایران کښې له ترهګرو اقداماتو او ترهګرۍ څخه په ملاتړ او ترهګرۍ ته د لمسولو او د تشدد او کرکې د دودولو په وجه چې په ایران کښې د تشدد او بلواؤ او د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ او د ترهګرو اقدماتو سبب کیږي،  د بریطانیا په یوشمیر ارګانونو او کسانو باندې بندیزونه ولګول شول.

د ایران د خارجه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په یارکشایر کښې د انګلستان منویت هِل استخباراتي اډهRAF Menwith Hill)، د بحرین په مینا سلمان بندر کښې دیره د بریتانیا د سمندري ځواک ملاتړیز تاسیسات UK Naval Support Facility (NSF)، د آزاد ایران لپاره پارلیماني کمیټهBCFIF) او د نړیوال بدلون لپاره د ټوني بلیر موسسه، (The Tony Blair Institute for Global Change)  د بندیزونو په لسټ کښې شامل کړل.

په دغې خبرپاڼې کښې هم داشان ویل شوي چې د بریطانیا ۱۳ حقیقي شخیتونه هم د ایران په بندیزونو کښې شامل شوې دي.

په یادو بندیزونو کښې یادو کسانو ته د ایران د ویزې او دې هیواد ته د راتګ د اجازې نه ورکول او د ایران د اسلامي جمهوریت تر صلاحیت لاندې قلمرو کښې د هغوي د امولو توقیف کیدل شامل دي.