تهران کښې د ناروی د سفارت مخې ته مظاهرې وشوې
د بشري حقوقو د فعالو ارګانونو یوشمیر غړو په ناروی کښې د کډوالو د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ او د ښځو خلاف تشدد باندې اعتراض کښې، په تهران کښې د دغه هیواد د سفارت مخې ته تجمع وکړه
د بشري حقوقو د فعالو ارګانونو یوشمیر غړو په ناروی کښې د کډوالو د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ او د ښځو خلاف تشدد باندې اعتراض کښې، په تهران کښې د دغه هیواد د سفارت مخې ته تجمع وکړه
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې معترضانو د پلی کارډونو په اوچتولو سره په ناروی کښې د مهاجرو ماشومانو د حقوقو په چخڼي کیدو او د میرمنو خلاف تشدد باندې اعتراض وکړ او د بشري حقوقو د پلان شوې خلاف ورزۍ په وړاندې یې د ناروی د حکومت په چپتیا اعتراض وکړ.
تجمع کونکو هم داشان د ایران په کورنیو چارو کښې د ناروی د حکومت وروستۍ لاسوهنې هم وغندلې.
په ناروی کښې د کډوالو، ښځو، ماشومانو او د مسلمانانو د حقوقو نقضیدل، په دغه هیواد کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ د ګڼو مواردو یوه برخه ده.