د ایران او هندوستان خارجه وزیرانو ټیلیفوني صلاح مشورې وکړې
-
فایل فوټو
د واړو هیوادونو خارجه وزیرانو په مختلفو ډګرونو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا د پراختیا په ضرورت باندې تاکید وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندوستاني همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې د تهران او نوي ډیلي د اړیکو د لاپراختیا په موخه د دوه اړخیزوموافقو د تعقیبولو په ضرورت ټینګار وکړ.
د ایران پریس د خبر له مخې، حسین امیر عبدللهیان او جی شنکر په ټیلیفوني خبرو کښې د دواړو لورو د دلچسپۍ وړ سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو او هم داشان د دوه اړخیزو اړیکو په ایجنډان کښې شاملو موضوعاتو په هکله د نظر تبادله وکړه.
د واړو هیوادونو خارجه وزیرانو په مختلفو ډګرونو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا د پراختیا په ضرورت باندې تاکید وکړ.
امیر عبداللهیان د تهران او نوي ډیلي د اړیکو له مخکښې نه د زیاتې پراختیا په موخه د دوه اړخیزو موافقو د تعقیبولو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
د هند خارجه وزیر هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو او ملګرتیاو ښې سویې ته په اشارې سره د تهران او نوي ډیلي د دوه اړخیزو او نړیوالو ملګرتیاؤ په هکله خپلې لیدتوګې بیان کړې.