د اسلامی ایران ملت پياوړي کیدا او مضبوتیا ټاکلې ده
(last modified Wed, 14 Dec 2022 08:48:44 GMT )
Dec 14, 2022 13:18 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران ملت پياوړي کیدا او مضبوتیا ټاکلې ده

د ایران د ملت لویوالی،د ایران د ملت  په مجاهدت او هڅې،پخپلې ټیکنالوجۍ  او علم او تولید کې په جدیّت سره جوړیږي.

د ایران  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ټينګار وکړ،د ایران ملت پياوړي کیدل خوښ کړي دی ،سیاسی خپلواکي یو داسې موهبت دی چې د جوړولو او تولید  له قدرت پرته نه ترلاسه کیږي.

د خاتم الانبیا(ص) د جهاد سا زندګی غونډ دمدیرانو او مسئولانو څوارلسم سمینار د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم ریئسي په شتون سره نن سهار پیل شو.

د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان سردار حسین سلامي  په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې  ووئيل،پرَدي هیڅکله هم  خپلواکي ،قدرت، منزلت  غوړیدا او عزت نه ډالۍ کوي.

هغه زیاته کړه، د ایران د ملت لویوالی،د ایران د ملت  په مجاهدت او هڅې،پخپلې ټیکنالوجۍ  او علم او تولید کې په جدیّت سره جوړیږي.

د  سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان همداراز ووئيل،  غواړو ،په شرافت سره ژوند وکړو،دسیاسی خپلواکۍ کِلي د اړوندوالي او پيَلتیا ختمیدا ته اړتیالري،دښمن غواړي په چورلټ ډول ددې په اپوټه عمل وکړي، دښةن غواړي، اړمند او اړونده ووسو، اسیر او محتاج  ووسو او آزاد نه وو.

سردار سلامي ټينګار وکړ،خپلواکي،یعني د نورو د ارادې د اغیزو نه منل،غواړو،د خپلې ملی ارادې په اساس عمل وکړو،او دښمن دقیقا ددې په اپوټه اقدامات غواړي.