دایران اوکابل ځینې ورځپاڼۍ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124866-دایران_اوکابل_ځینې_ورځپاڼۍ
ښاغلی رییسي په دغه کتنه کې ویلی دی د ایران جدی غوښتنه او مطالبه د چین د ولسمشر له لوری د بیان شویو دریځونو جبران دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2022 10:23 Asia/Kabul
  • دایران اوکابل ځینې ورځپاڼۍ

ښاغلی رییسي په دغه کتنه کې ویلی دی د ایران جدی غوښتنه او مطالبه د چین د ولسمشر له لوری د بیان شویو دریځونو جبران دی .

 

کیهان

د ایران نورو اکثرو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم تهران ته د چین د مرستیال لومړی وزیر د سفر او د دغه هیواد له ولسمشر ښاغلی رییسي سره د هغه کتنې ته انعکاس ورکړی دی . ښاغلی رییسي په دغه کتنه کې ویلی دی د ایران جدی غوښتنه او مطالبه د چین د ولسمشر له لوری د بیان شویو دریځونو جبران دی . د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل  سیمې ته د چین د ولسمشر په وروستي سفر کښې ځینې مطرح شوي دریځونه د ایران د ملت او د حکومت د ګیلې سبب شول.

د چین د لومړي وزیر مرستیال «هو چون هوا »چې د ایران او د چین د  اړیکو د پراخولو لپاره د یوه اقتصادي او د تجارتي پلاوي په مشرۍ تیرې دوشنبې ورځ تهران ته راغلی دی د خپلو پروګرامونو او د کتنو په دوام کښې پرون د اسلامي ایران له ولسمشر  ابراهیم رئیسي سره کتنه وکړه.

ورځپاڼه په دې اړه په خپل راپور کی زیاتوی چی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دغه کتنې کښې په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوبو له لومړیو څخه د چین او د ایران د اسلامي جمهوریت اړیکې تل د پراختیا په حال کښې وې او دي وویل سیمې ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ په وروستي سفر کښې ځینې مطرح شوي دریځونه د ایران د ملت او د حکومت د ګیلې سبب شوې او د ایران جدي غوښتنه د بیان شویو دریځونو جبرانیدل دي.

د چین د لومړي وزیر مرستیال هو چون هوا هم په دغه کتنې کښې د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سلام د رسولو په ترڅ  کښې د چین د دائمي سټراټيژۍ په توګه له قوي ایران سره د اړیکو د  پراخولو لپاره د چین په ارادې او د دغه هوډ په نه بدلیدا ټينګار وکړ او ویې ویل له سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو ورهاخوا د ایران له اسلامي جمهوریت سره به د اړیکو د پیاوړتیا او ژورتیا لپاره د چین اراده دوام ولري.

د چین د لومړي وزیر مرستیال هو چون هوا ډاګینه کړه چین تل  د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي واکمنۍ احترام کوي او د خپلو اساسي ګټو د تامینولو لپاره د تهران د هڅې ملاتړ کوي.

سردار تنګسیری ویلی دی دادسې توغندي لرو چی امریکایان یې حتی فکر هم نه کوي .

د ایران د اطلاعاتو وزیر ویلی دی بلواګر چی د دنیا په هر ځای کی وی ، سزا به شي .

د لاس انجلس ښاروال دبی کوره کسانو په زیاتیدا سره بیړنې وضعیت اعلان کړ .

جمهوری اسلامي

د ایران د اطلاعاتو وزارت  په سیستان او بلوچستان کې د شهید مولوی عبدلواحد ریګی د ترور د اصلی عواملو د نیولو خبر ورکړ .ورځپاڼه زیاتوی چی د ایران د سیستان وبلوچستان ولایت د خاش سیمې د اهل سنتو د حضرت امام حسین علیه السلام د جومات د جمعې لمانځه خطیب مولوي عبدالواحد ریګي چې د سیمې او د ایران د بلوچستان سیمې یو مهم مولوي و په تیرزیارت ورځ ناپيژاندو کسانو وتښتوه او بیا یې شهید کړ. مولوي عبدالواحد داسی سړی و چې ارامښت ته د خلکو په وربلو او د سولې په لړ کښې یې اغیز شیندونکی رول لرلی.

د تهران د څارنوالۍ مشر وویل په تهران کی ۴۰۰ بلواګر په بند محکوم شول .

د یمن په صعده کې د شهید ورځې په مناسبت پراخې مظاهرې ترسره شوې .

فارن پالیسی مجلې لیکلی دی امریکا له روسیې سره د فرضی جنګ په طرحې کار کوی

داعش ترهه ګرې ډلګۍ په کابل کې د چینیانو په هوټل د حملې مسولیت پرغاړه واخیسته .

د باهموت ښار د کنټرولولو لپاره روسیې او اوکراین ترمینځ سخته نښته روانه ده .

صیهونیسټ رژیم اعتراف کړی دی چی زمونږ عسکرو په غلطۍ سره فلسطنیي انجلۍ  وژلی ده .

یونیسف ویلی دی د سعودی ایتلاف په حملو کی ۱۱ زره یمني ماشومان مړه او ژوبل شوي دي .

ایران او روسیې د ملګرتیا دوه سندونه لاسلیک کړل . د ایران لوی څارنوال حجت الاسلام و المسلمین محمد جعفر منتظري د روسیې له لوی څارنوال ایګور کراسنوف او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې وویل د ملګرتیا سندونه  چې د ماسکو او د تهران د کاري ډلې ترمینځ برابر شوي دي له هغو ترهګرو ډلو او کسانو سره چې د ایران او د روسیې امنیت ته ګوزار ورکوي د چلند او له جرم او جنایت سره د مبارزې په زمینه کښې  اغیزشیندونکی کیدلای شي.

د کابل ورځپاڼې

له اینټرنیټه یې راخلو د محتوا مسولیت یې نه منو

کلید

ایراني سوداګر په افغانستان کې پانګونه کوي

تېره ورځ یو شمېر افغان او ایراني سوداګرو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ایراني سوداګرو په دې لیدنه کې ویلي، غواړي په افغانستان کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت ابتدايي پانګونه وکړي.

دوی ویلي، د وخت په تېرېدو سره د خپلې پانګې کچه نوره هم لوړوي او په پام کې لري چې له افغان سوداګرو سره په  ګډه یو شرکت جوړ او د کانونو، صنعت او بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي

دوی په دې برخه کې د طالبانو په همکارۍ ټینګار کړی.

بل لورته د رییس الوزار سیاسي مرستیال ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي چې طالبان د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي.

نوموړي ویلي، هڅه کوي چې پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

زابلیان درمل او روغتیايي خدمات غواړي .

د زابل اوسیدونکي وايي چې د اقتصادي او روغتیايي خدماتو د پیکه‌ والي له کبله درملو ته لاس رسی محدود دی او روغتیايي ستونزې يې زیاتې شوې دي. سوړ ژمی، کمزوری اقتصاد، د روغتیايي خدماتو کموالی او ولسوالیو سره دلارو تړلو وېره هغه ستونزې دي چې د زابل اوسیدونکي يې اندېښمن کړي او د روغتیايي خدماتو د ښه‌والي غوښتنه لري .

قبوله شاوخوا ۶۰کلنه مېرمن ده، شنه رنګه زړه بورقه يې پر سر د يوه درملتون مخ ته ولاړ ده. مېرمن قبوله له ځوان زوی سره د میزانې ولسوالۍ څخه د درملنې لپاره کلات ښار ته راغلې ده. د نوموړې په ولسوالۍ او سیمه کې يې داسې ډاکټر نشته چې د دې رنځ دوا کړي، ځکه نو له ناچارۍ دلته راغلې ده.

قبولې شکایت وکړ چې په کلي کور کې دوا درملو ته لاس رسی سخت شوی او له بې وسۍ يې نشي پيرلی.

«هرشي ته اړتیا لرو، کلینیک، مکتب او شفاخانې ته اړتیا لرو. موږ مریضان له دې ځایه کابل ته وړو. د خدای ج لپاره موږ ته مکتب را جوړ کړئ، شفاخانې راجوړې کړئ، موږ په کلي کې بیخي موړ سړی نه‌لرو.»

حضرت ا... د ارغنداب ولسوالۍ کرتو کلي اوسیدونکي بیا راته د خپل کلي د یوازني کلینیک په هکله وویل چې دوا او درمل په کې نشته.

د ده په وينا خلک درمل له بازار څخه نشي پيرلی، ځکه اقتصاد يې کمزوری او له هره پلوه ځپل شوي دي. ده له حکومته د همکارۍ غوښتنه وکړه.

«زموږ کلي کې کلینیک دی، هیچاته يې هم خدمت نه دی کړی، خو په ولسوالۍ کې یوازنی کلینیک دی چې خلک ورځي او اړتیاوې پوره کوي، که اسلامي امارت او موسسات زموږ له کلینیک سره همکاري وکړي، نو ستونزې مو راته حل کوي. زه ډېرې اقتصادي ستونزې لرم، نشم کولای هغه درمل چې ورته اړتیا لرم راونیسم.»

عبدالهادي د ارغنداب ولسوالۍ د یوې لرې غرنۍ سیمې سیا ګز اوسیدونکي د ساړه ژمي او لارې خرابوالي له کبله د روغتیايي خدمتونو د پيکه کېدو او درملو ته په نه لاس رسي اندېښمه وښوده. ده وویل، لارې یې خرابې او روغتیايي مرکزونه یې په سیمه کې پر نشت حساب دي، ځکه نو دولت باید ورته پاملرنه وکړي.

«مریضان مو په کورونو کې راته مري، یوه کلینیک ته لاس رسی نه‌کیږي، لارې نه‌لرو، که کلینیک او ښوونځي راته جوړ شي موږ هیڅ شی نور نه غواړو.»

په همدې حال کې د زابل عامې روغتیا ریاست وايي چې د ژمي په رارسېدو سره به د ټولو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته پاملرنه زیاته کړې

د زابل عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي د خلکو ستونزو په منلو سره وویل، تراوسه يې د لرې پرتو ولسوالیو ۳۰ کلینیکونو ته د ۴ میاشتو لپاره درمل او د سون توکي رسولي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

د عامې روغتيا رياست د شفاهي معلوماتو پر بنسټ د يو شمېر روغتيايي سروې ګانو له مخې د زابل نفوس تر يو ميليون اوښتی، خو د دوی خدمات د ۳۰۰زره کسانو لپاره دي.

مسیر

د نویو افغان بانک‌نوټونو بله کڅوړه راتلونکې میاشت کې کابل ته رارسېږي

د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا یو غړی شاه محمد محرابي وايي چې نوي چاپ شوي بانک ‌نوټونه به د مناسبې تګلارې پر بنسټ بازار ته وړاندې شي او دغه بانک‌نوټونه به د افغانیو پر ارزښت اغېز ونه کړي. نوموړی وايي، چې د افغانیو بانک‌ نوټونو بله کڅوړه به د ۲۰۲۳ ز کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته راورسېږي. بل خوا، د کابل ښار اوسېدونکي وایي، چې زړو بانک ‌نوټونو یې ستونزې زیاتې کړې دي. دوی له ا.ا غواړي، چې نوي چاپ شوي بانک ‌نوټونه بازار ته راوباسي. د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د تازه چاپ شویو بانک‌نوټونو رالېږدول د نغدو پیسو د کموالي اوسنۍ ستونزې هوارولای شي. تر دې وړاندې د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې ویلي، چې یو نیم میلیارد نوي چاپ شوي بانکنوټونه افغانستان ته رارسېدلي دي.

ملګري ملتونه: شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ څخه یو ګام لرې دي

په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره د بشري بحران زیاتېدو په اړه اندېښنو زیاتېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د ښځو د پیاوړتیا ادارې د افغان مېرمنو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. یادې ادارې پر خپلې ټویټر پاڼه د افغان مېرمنو اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې شپږ میلیونه خلک له قحطۍ څخه یو ګام لرې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د پیاوړتیا ادارې زیاته کړې چې د اقتصادي بحران ترڅنګ د هغوی د لومړنیو حقوقو پر وړاندې سخت محدودیتونه، داښيي چې افغان مېرمنې او نجونې تر ټولو شاته پاتې دي. د یادې ادادرې په وینا پر بنسټیزو حقوقو د محدودیتونو ترڅنګ د سواد کموالی، په دې معنی دی چې اکثره ښځې تذکرې نه لري چې له امله یې له حیاتي او بشري مرستو څخه بې برخې کیږي.