اقتصادي جنګ د ایران دملت په ضددترکیبی جنګ ترټولو مهم اړخ دی
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر اقتصادي جنګ دایران د ملت په ضد ددښمن د ترکیبي جنګ یو تر ټولو مهم اړخ وبالۀ
سید ابراهیم ریئسي نن د خاتم الانبیاء د انجینئرینګ د بیا رغاونې دغونډ د قوماندانانو او مدیرنو په ناستې کې چې د تهران د نورالرضا(ع) د غونډو په مرکز کې د ؛ژمنو، پوه بنسټه رغونې، پیاوړي ایران ؛په شعار سره ترسره شو، د بیارغونې په ډګر کې ئې ددغه غونډ د ۳۳کلنو خدماتو قدرونه او ستاینه وکړه.
زمونږخبریال راپور راکړ،د اسلامی ایران ولسمشر پخپلې ویناکې ووئيل، اوس دښمن غواړي،د ایران د اسلامی جمهوریت داقتدار او قدرت خنډ شي.
ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولوسر ه چې نن سبا د په دفاعي صنائعو کې په سیمې او نړۍ کې د ترټولو پيچلو تجهیزاتو او مهماتو په تولید سره برلاسه خبرې کوو،زیاته کړه،د ایران ویاړ دتوغندي جوړولو ته مخصوص نه دی او په ټولو زمینو کې د قدرت تولید ته پام کوو. هغه دغه راز ووئيل، د ښةن نه غواړي، په اقتصادي حوزې کې برلاسه ووسو، البته د انجینئرینګ په بیارغونې غونډ کې په اقتصادي حوزې کې د بیخ بینائۍ په لویو کارونو سره مو دښمن نهیلی کړی دی.
د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړه بدغواړي په دې لټه کې دي په هیواد کې د ناکراریو په رامینځةکولو سره ، ایران له حاشیه اي کارونو سره ښکیل کړي او د کار له متنه ئې چې پرمختګ ،بیا رغونه او د ولس خدمت کول دي وغړوي، خو باید په دوه چنده انګیزې او روحیې سره ګواښونه په فرصتونو بدلوو