اقتصادي جنګ د ایران دملت په ضددترکیبی جنګ ترټولو مهم اړخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124870-اقتصادي_جنګ_د_ایران_دملت_په_ضددترکیبی_جنګ_ترټولو_مهم_اړخ_دی
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  اقتصادي جنګ  دایران د ملت په ضد ددښمن د ترکیبي جنګ یو تر ټولو مهم اړخ وبالۀ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2022 10:47 Asia/Kabul
  • اقتصادي جنګ د ایران دملت په ضددترکیبی جنګ ترټولو مهم اړخ دی

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  اقتصادي جنګ  دایران د ملت په ضد ددښمن د ترکیبي جنګ یو تر ټولو مهم اړخ وبالۀ

سید ابراهیم ریئسي نن د خاتم الانبیاء د انجینئرینګ د بیا رغاونې دغونډ د قوماندانانو او مدیرنو په ناستې کې چې د تهران د  نورالرضا(ع) د غونډو په مرکز کې د ؛ژمنو، پوه بنسټه رغونې، پیاوړي ایران ؛په شعار سره ترسره شو، د بیارغونې په ډګر کې ئې ددغه غونډ د ۳۳کلنو خدماتو  قدرونه او ستاینه وکړه.

زمونږخبریال راپور راکړ،د اسلامی ایران ولسمشر پخپلې ویناکې ووئيل، اوس دښمن غواړي،د ایران د اسلامی جمهوریت  داقتدار او قدرت خنډ شي.

ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولوسر ه چې   نن سبا  د په دفاعي صنائعو کې په سیمې او نړۍ کې د ترټولو پيچلو تجهیزاتو او مهماتو په تولید سره برلاسه خبرې کوو،زیاته کړه،د ایران ویاړ دتوغندي جوړولو ته  مخصوص نه دی  او په ټولو زمینو کې د  قدرت تولید ته پام کوو.  هغه دغه راز ووئيل، د ښةن  نه غواړي، په اقتصادي حوزې کې برلاسه ووسو، البته  د انجینئرینګ په بیارغونې  غونډ کې په اقتصادي حوزې کې د بیخ بینائۍ په لویو کارونو سره مو دښمن نهیلی کړی دی.

د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړه بدغواړي په دې لټه کې دي په هیواد کې د ناکراریو په رامینځةکولو سره ، ایران له حاشیه اي کارونو سره ښکیل کړي او د کار له متنه ئې چې پرمختګ ،بیا رغونه  او د ولس خدمت کول دي وغړوي، خو باید په دوه چنده  انګیزې او روحیې سره ګواښونه په فرصتونو بدلوو