په وروستۍ دسیسې کې هم ددښمن محاسبه هم ستره تیروتنه ثابته شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124958-په_وروستۍ_دسیسې_کې_هم_ددښمن_محاسبه_هم_ستره_تیروتنه_ثابته_شوه
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئیل، د ایران ولس په بصیرت سره دتیرو فتنو په څير په وروستۍ دسیسې کې  ددښمن محاسبه چټي ثابته شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2022 11:04 Asia/Kabul
  • په وروستۍ دسیسې کې هم ددښمن محاسبه هم ستره تیروتنه ثابته شوه

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئیل، د ایران ولس په بصیرت سره دتیرو فتنو په څير په وروستۍ دسیسې کې  ددښمن محاسبه چټي ثابته شوه.

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن دایران په ختیځ کې دخراسان جنوبی ولایت د نهبندان ولسوالۍ د  دخلکو له مختلفو پرګنو سره په کتنې کې  ددې خبرې په کولوسره چې  د اسلامی ایران د ولس بصیرت ددښمنانو نقشې شنډې کړې ووئيل،علت ئې دا چې دښمن له ټولو دسیسو او فتنو سره سره په دغه هیواد تیری نشي کولی، په مختلفو سیاسی او اجتماعي  ډګرونو کې د ولس شتون دی.

ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې د لودیځوالو د رسندویو درسمي احصایو په اساس په کال کې دا مریکا د پولیسو په لاس په سلګونو ښځې وژل کیږي ووئيل؛ امریکا او دهغې متحدان  د هغوبشری حقوقو پلویتوب نشي کولی  چې د هغو دخلاف ورزۍ څرګند مثال د فلسطین او یمن د بې ګناه خلکو  دحقوقو چخڼي کیدل دي.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر همداراز ددې خبرې په کولو سره چې داعش ترهه ګره ډله د لویدیځوالو  پاللي او جوړه کړائ شوي جنایتکاره ډله ده ،روښانه کړه، د اسلامی ایران  د ولس د ؛مړه دې وي امریکا؛ دچغې پورته کولو علت ، دا یران په جنوب کې دشیراز د شاهچراغ  دترهه ګر جنایت پشمول  د بې ګناه خلکو وژله او د ترهه ګرو جنایتونو  پنځول دي.

ابراهیم ریئسي په دې په ټينګار سره چې  د ایران د اسلامی جمهوریت د پرمختګونو بهیر به ونه دریږي ، ووئيل؛ښارونه او هیواد د ایران د اسلامی جمهوریت د سړیو او ښځو په لاس جوړ شوی دی له دې وروسته به هم جوړ شي او پرمختګ به وکړي،مونږ پرَدیو لاسونو ته هیڅ انتظار او تمه نه لرو.