د حضرت عیسی مسیح(ع)نیکمرغه زوکړه دې پر ټولو بختوره وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125284-د_حضرت_عیسی_مسیح(ع)نیکمرغه_زوکړه_دې_پر_ټولو_بختوره_وي
د ایران داسلامی شورا مشر ووئيل د حضرت عیسی مسیح(ع) دنیکمرغه زوکړې کلیزه ددرستې نړۍ موحدانو، انسان دوست او حقیقت پالو ته دې نیکمرغه وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2022 08:15 Asia/Kabul
  • د حضرت عیسی مسیح(ع)نیکمرغه زوکړه دې پر ټولو بختوره وي

د ایران داسلامی شورا مشر ووئيل د حضرت عیسی مسیح(ع) دنیکمرغه زوکړې کلیزه ددرستې نړۍ موحدانو، انسان دوست او حقیقت پالو ته دې نیکمرغه وي.

ددسمبر پنځه ویشتمه نیټه د حضرت عیسی علیه السلام د  نیکمرغه زوکړې کلیزه ده چې په درستې نړۍ کې ئې موحدان  او په تیره بیا مسیحیان دنیکمرغه میلاد په مناسبت جشنونه لمانځي. حضرت عیسی مسیح چې په قرآن کریم کې  په روح ا... نامې سره یاد شوی د حضرت مریم بی بی (ع) زوی دی.د نړۍ مسیحیان ددغه لوي الهي پیغمبر  د زوکړې په دغه نیکمرغه ورځ ځانګړي دستورې جوړوي  چې په کورونو کې د شنې سرَؤؤ  وَنې  لګول ، د ټولو لپاره یوترټولو دودو جشنو دی. نوی کال په ټولو هیوادونو کې  په میلادي  کال پيژندل کیږي او دجنورۍ له لومړۍ نیټې پيلیږي.

د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلیمان له غونډې پيلیدا مخکې پخپلې وینا کې  ووئيل، د مهربانئ او  رڼا د پيغمبر حضرت عیسی مسیح(ع) دنیکمرغه زوکړې  رارسیدا دې پر ټولو موحدان،، انسان دوستانو او حقیقت پالو  په تیره بیا زمونږ دوطنوالو  مسیحیي آشوریان او کلانیانو ته نیکمرغه  اوبختوره وي.

دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو موحدانو ته د دغې نیکمرغه ورځې په مناسبت  له پاک خدايه نیکې هیلې  او سلامتیا غواړي.