د ایران آزاد اسلامی پوهنتون د افغان میرمنومحصیلینومنلوته تیاردی
د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت پخپلې نوي فیصلې کې ا علان کړی چې محصیلینې به تر بلې اطلاع پورې د افغانستان پوهنتونونو ته دتلو اجازت ونه لري.
د ایران دآزاد اسلامی پوهنتون دنړیوالو چارو مرستیالۍ ټينګار کړی دی ، دغه پوهنتون ، د افغان میرمنو محصلیننو منلو ته تیار دی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت پخپلې نوي فیصلې کې ا علان کړی چې محصیلینې به تر بلې اطلاع پورې د افغانستان پوهنتونونو ته دتلو اجازت ونه لري.
د طالبانو د موقتي حکومت دغې فیصلې د افغانستان میرمنو په تیره بیا انجونو محصیلینوت حقوقو ته یو بل ګوزار ورکړی او ډير داخلی او بهرني غبرګونونه ئې په ځان پسې درلودلي او دنړیوالو اورګانونو پشمول ډیری هیوادونو دطالبانو په دغې فیصلې د بیا کتنې غوښتې کړي دي.
زمونږخبریال راپور راکړ ، دتهران د آزاد اسلامی پوهنتون د نړیوالو چارو مرستیال ډاکټر جلال درخشه ووئیل، د افغانستان هغه میرمنې چې پاسپورټ لري او په پوهنتون کې د زده کړو دوام غواړي او له هیواده د وتلو شرائط لري،نو دوي د کال دتحصیلی کال په دوهمې نیمائۍ کې د لازمو شرائطو په درلودلو سره دآزاد اسلامی پوهنتون د کارشناسۍ، ډګرئ او پی ایچ ډي تحصیلی پړاؤنو کې نامې ثبتولی شي. هغه ووئیل هغه افغان میرمنې او انجونې هم چې له هیواده د وتلو شرائط نه لري ، ددغه پوهنتون په انټرنیټي پړاؤنو کې د کارشناسۍ ترحده د ګډون لپاره نامې ثبتولی شي، البته د ډګرئ اوپی ایچ ډی دترلاسه کولو لپاره د انټرنیټي پړاؤنو پلان تر دې دمه برابر شوی نه دی چې پکې ګډون وکړئ شي. هغه ووئيل دمګړئ په آزاد اسلامی پوهنتون کې کابو پنځه پنځوس بهرني محصیلین زده کوي ، چې په هغو کې کابو شل زره محصلین د افغانستان ښاریز دي .