اسلامي ایران د دښمانانو هر ډول غلطۍ ته پریکنده ځواب ورکوي
(last modified Wed, 28 Dec 2022 22:48:14 GMT )
Dec 29, 2022 03:18 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د دښمانانو هر ډول غلطۍ ته پریکنده ځواب ورکوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیزوالې د مرغومي د میاشتې د نهمې نیټې او د سردار سلیماني د شهادت د کلیزې د رارسیدا په مناسبت په یوې بیانیې کښې دښمانانو ته خبردار ورکړ چې د دښمانانو هرډول غلطۍ ته په پریکنده ځواب ورکول کیږي.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې د اسلامي ایران مومنو ، بصیرت لرونکو او ولایت مداره خلکو د دیارلس سوه اته اتیایم هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې په نهمه نیټه د حضرت امام حسین علیه السلام د حرمت او د اسلامي انقلاب د دفاع لپاره په  عاشورايي غیرت سره دښمانانو ته د اقداماتو د ترسره کولو  اجازه ورنکړه او په خپل حماسي او نه هیریدونکي ګډون سره یې د فتنه ګرانو او د فتنې ټغر ټول کړ او دنیا ته یې وښودله چې دیني مسائیلو او معنوي ارزښتونو ته د ایران د خلکو پاې بندۍ او ولایت فقیه او د اسلامي انقلاب د امامینو ایډیالونو ته د هغوې وفادارۍ هیڅ لړزانتیا نلري.

د ایران د پوځ د لوې درستیزوالې په دغه بیانیې کښې په هیواد کښې وروستیو بلواو ته په اشارې سره د تیرو څو میاشتو په پیښو کښې د دښمانانو اصلي سټراټيژۍ د ځوانانو او د زلمیو په ذهنونو باندې د اغیز شیندلو په تمرکز سره رسندوي او شناختي جنګ وباله او جوته یې کړه د اسلامي نظام دښمانانو یوځل بیا د ښځو د حقوقو د دروغجنې دفاع په پلمه په نوي فتنې کښې د ایران د حکومت د راپرځولو په هدف  او د نسلي ، د قومي او د مذهبي اختلافاتو په چورلیز ګرځولو سره او په دوه قطبي کولو او د خلکو په وژلو  او د امنیت د مدافعانو په شهیدولو سره خپل ټول ظرفیتونه وکارول چې د ایران حالات خراب کړي.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه د نظام د دښمانانو په تیره بیا د امریکا او د جعلي صهیونیسټ رژیم خوځښتونه په هوشمندۍ سره څاري او هغه تر نظر لاندې لري او د دوې لخوا هر ډول غلطۍ ته په هر ځاې او په هر وخت کښې پریکنده ځواب ورکوي او د دوې په مرکزونو به بریدونه وکړي.

 

ټیګونه