اسلامي ایران د عمان د نوښتونو هرکلی کوي
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د ایران لخوا موافقې ته د رسیدا کړکی خلاص دی خو دغه کړکی به تل خلاص نه وي وویل ایران یوې ښې ، پیاوړي او پایداره موافقې ته د رسیدا لپاره د عمان د باچا د نوښتونو هرکلی کوي.
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د عمان له چارواکو سره له کتنې وروسته دغه عربي هیواد ته د خپل د سفر د نتیجو په ارتباط وویل په دغه سفر کښې د ځینو سیمه ییزو موضوعګانو په هکله سلامشوره او خبرې وشوې او د سیمې د هیوادونو د ملګرتیاو له لارې په سیمه کښې د سولې د ثبات او د پرمختګ په اهمیت ټینګار وشو.
حسین امیر عبداللهیان دغه راز د ایران پرضد د بایکاټونو د لغو کیدا او د ایران له اټومي خبرو سره د دغه سفر د ارتباط او په دې زمینه کښې د عمان د رول په هکله وویل اروپايي اتحادیه د خبرو اترو د پرمخ بیولو د غږملونکي په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکوي په دې سربیره عمان له لومړیو څخه په دوه زره پینځلسم میلادي کال کښې موافقې ته د رسیدا لپاره اصلي مینځګړی دی او په تیرو میاشتو کښې یې هم په دې زمینه کښې خپلو هڅو ته دوام ورکړی او دغه کوششونه دوام لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ډاګینه کړه د عمان له چارواکو سره په کتنې کښې ټينګار وشو که چیرې مقابل لوري په تیره بیا امریکا له ریاکارۍ لاس وانخلي او لویدیځ هیوادونه له حقیقت څخه ډک چلند ونکړي معلومه نه ده هغه کړکی چې نن سبا د خبرو اترو لپاره خلاص دی سبا هم خلاص ووسي.
هغه هیله وکړه لویدیځ هیوادونه له ریاکارۍ ډک کړچارونه پریږدي او هغه خبرې اترې چې میاشتې میاشتې روانې وې نتیجې ته ورسیږي په دې ډول چې ټولو لورو ته یې ګټه ورسیږي.
حسین امیر عبداللهیان په عین حال کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه نوښت چې د عمان باچا یې ولري هرکلی کوي.